Share/Save/Bookmark

کد مطلب :62161
تاریخ انتشار : دوشنبه 14 غبرګولی 1397 ساعت : 11:34:24

المان دې د افغان کډوالو پر غوښتنلیکونو له سره غور وکړي

یو شمېر الماني بنسټونو او څېړنیزو ادارو ویلي چې په افغانستان کې وضعیت د ډاډ وړ نه دی، نو المان ته په کار ده، چې د افغان کډوالو پر غوښتنلیکونو له سره غور وکړي.

د سرچینې په وینا په افغانستان کې د پلازمینې په ګډون ډېری ولایتونه نا امنه دي او دغه نا امنۍ ته په پام باید د کډوالو پر غوښتنلیکونو او ستونزو له سره غور وشي.

یادو بنسټونو له الماني حکومت غوښتي چې د لسګونو زرو افغانانو اسناد دې له سره و ارزوي او هغوی ته دې پنا ورکړي چې ستونزې یې جدي دي.

تر دې وړاندې الماني حکومت د ټولو افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه کړې وه. خو په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپرېږي چې ښايي د ځینو افغان کډوالو غوښتنې د سندونو تر ارزونې وروسته و منل شي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.