Share/Save/Bookmark

کد مطلب :62214
تاریخ انتشار : شنبه 19 غبرګولی 1397 ساعت : 09:55:40

فلسطین: لاریونونو کې ۴ کسان وژل شوي او تر ۶۳۰ ډیر ټپیان دي

تیره ورځ په مسجد الاقصی کې شاوخوا ۲۸۰ زره فلسطینیانو د جمعې لمونځ آدا کړ، تر لمانځه وروسته لسګونه زره کسانو په مختلفو سیمو کې د (بیا راګرځیدو) د لړۍ وروستی لاریون تر سره کړ.

دوی د فلسطین د ورځي په مناسبت له اسرائیلو څخه په لویدیځه غاړه کې د غصب شویو ځمکو د غوښتنې، د فلسطیني ولس د محاصرې د ماتولو او نورو ورته مسایلو غوښتنه کوله.

لاریونوال بیا هم د اسرایلي ځواکونو له اوښکې بهوونکي ګاز او ډزو سره مخ شول چې وروستي راپورونه د ۴ فلسطینیانو د وژل کیدو او ۶۳۰ نورو د ټپي کیدو خبر ورکوي.

فلسطیني مشرانو پریکړه وکړه چې راتلونکې اونۍ به د “مهربانۍ او همدردۍ“ په توګه د خپلو شهیدانو او ټپیانو کورنیو ته سر ورښکاره کوي.
په یوه بیانیه کې چې د فلسطیني مشرانو له خوا خپره شوې له ټولو هغو عربانو څخه مننه شوې چې د فلسطینیانو سره یې په دې لاریونونو کې برخه اخیستې.

په بیانیه کې راغلي؛ عربي نړۍ او ټول اسلامي امت باید له خپل منځي مذهبي او نژادي تفرقو لاس واخلي او خپل اصلي دښمن ته ځیر و اوسي.
اعلامیه زیاتوي؛ امریکا ټوله اسلامي نړۍ په مظاهرو او غندلو جنګ او جګړو بوخته کړې او په خپله یې عملي کار ته چې د بیت المقدس اشغال دی، مټې رابډ وهلې دي. “امریکا د مسلمه امت کور ته د جګړو سپرغۍ رسولې او په ضمن کې یې ټوله کفري نړۍ په ځانګړې توګه اسرائیل محفوظ ساتلي.“


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.