Share/Save/Bookmark

کد مطلب :62215
تاریخ انتشار : شنبه 19 غبرګولی 1397 ساعت : 12:06:32

اسلامی نړۍ باید دقدس له خلکو سره مرسته وکړی

د لبنان داسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله مشر حسن نصر الله پرون دقدس په نړیواله ورځ دلبنان په جنوب کښې د زرګونو خلکو په ټول کښې وویل د دښمن ترټولو خطرناکه دسیسه د امریکا د پیړۍ دمعاملې پلان دی چې هدف یې دفلسطین مسلې ته د فیصله ورکول او دصهیونیسټ غاصب رژیم ته د قدس او دهغه دسپیڅلتیاو ورتسلیمول دی .

حسن نصر الله د ویډیو کانفرنس له لارې له نیواکی فلسطین سره د لبنان د ګډ سرحد په دوه(۲) کلومیټرۍ کښې په مارون الراس کلی کښې وویل د فلسطین ملت ، د مقاومت ډلې او کورواکه تشکیلات تر دباو لاندې دی چې د امریکا د پیړۍ دمعاملې پلان ومنی خو د اویا (۷۰)کلونو په تیریدا سره اوس هم د فلسطین د ملت مقاومت ځوان او خوځنده دی .

د لبنان دحزب الله مشرحسن نصر الله وویل نن سبا قدس له دریو(۱) چیلنجونو سره مخ دی .

لومړی(۱) چیلنج د نړۍ دهیوادونو لخوا دصهیونیسټ رژیم په رسمیت پیژندل  او د امریکا د فیصلې په وړاندې تسلیمیدل دی .

دوهم(۲) چیلنج دقدس دنفوسو  جوړښت او ددغه سپیڅلی ښار د وسیدونکو د هویت بدلیدا ته اړونده دی .

دریم(۳) چیلنج هم په قدس ښار په تیره بیا په مسجد الاقصی او  ددغه مبارک جومات په حریم کښې د سپیڅلتیاو موضوع ده .

حسن نصر الله وویل په عربی نړۍ کښې یوشمیر  داسې بدلونونه رامینځته شوی دی چې په تیرو اویا (۷۰)کلونو کښې یې مخینه نه ده لرلی .

هغه وویل ځینو عربانو  په قلم او ځینو نورو عربو مشرانو په خولې سره ویلی دی چې صهیونیسټان په فلسطین او قدس کښې حق لری او عربستان ددغه چارې مسول دی .

حسن نصر الله وویل نن سبا په سیمه کښې ځینې عرب مشران غواړی خپل حکومتونه وساتی او دغه مشران د امریکا تر ملاتړ لاندې دی او  هغوې داسرائیلو په رسمیت دپیژندلو په لور حرکت کوی .

هغه وویل دښمانان هیله من وو چې راتلونکی نسلونه به فلسطین هیر کړی خو نن سبا د نسلونو جنګ روان دی .

حسن نصر الله وویل مونږ نن سبا په غزې تړانګې کښې وینو چې په لسګونو زره خلک د صهیونیسټی عسکرو په وړاندې ودریږی او هیڅ ویره نلری او دا په حق دایمان او دقربانۍ او زړورتیا اوج دی .

دلبنان د حزب الله مشر حسن نصر الله وویل دقدس له ښاریزو سره مالی مرسته د ټولو دنده ده .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.