Share/Save/Bookmark

کد مطلب :62321
تاریخ انتشار : شنبه 2 چنګاښ 1397 ساعت : 07:36:44

له امریکا سره خبرې کول د وخت ضایع کول دی

د سوریې ولسمشر بشار اسد د روسیې له این ټی وی ټیلی ویژن سره په مرکه کښې وویل دامریکا له ولسمشرانو سره خبرې کول د وخت ضایع کول دي ځکه چې دباو ډلو هغوې یرغمل(Hostage) کړی دی .

هغه وویل سوریې په نولس سوه څلوراویایم(۱۹۷۴) میلادی کال کښې له امریکا سره د خبرو له پیل راهسې تراوسه هیڅ شی لاس ته نه دی راوړی ځکه  چې د امریکا  ولسمشران د وسلو د جوړونکو   ، د تیلو د شرکتونو ، د مالی موسسو ، دسترو رسنیو او د لابیو په شمول د دباو ډلو لخوا یرغمل کړی شوی دی .

دسوریې ولسمشر بشار اسد په دې خبرې سره چې دمشق باوری دی خبرې اترې به له هر لوری او هیواد سره ګټورې  وی ډاګینه کړه د امریکا بهرنی سیاست نه بدلیږی نو پردې اساس له امریکا  سره  خبرې اترې پرته له دې چې څه ګټه ولری د وخت ضایع کول دی .

دسوریې کړکیچ له ۲۰۱۱ میلادی کال راهسې د صهیونیسټ رژیم په ګټه دسیمې د معادلاتو دبدلولو لپاره د سعودی عربستان، امریکا او د دوې دنورو ملګرو هیوادونو دملاتړ وړ ترهګرو ډلو په پراخ یرغل سره پیل شوی خو دسوریې دپوځ او خلکو سرشیندونو د دښمانانو  دسیسې ناکامه کړی دی .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.