Share/Save/Bookmark

کد مطلب :62343
تاریخ انتشار : دوشنبه 4 چنګاښ 1397 ساعت : 08:49:48

طیب اردوغان د ترکیې ولسمشریزې ټاکنې وگټلې

د ترکيې د ټاکنو کميسيون ولسمشر رجب طيب اردوغان د ولسمشريزو ټاکنو گټونکی اعلان کړ.

ولسمشر اردوغان له گټلو وروسته په انقره کې ولسي غونډې ته په وينا کې له خپلو ټولو پلويانو مننه وکړه، چې په لوی اکثريت يې ده او د ده گوند ته رايې ورکړې.

د يکشبنې په ورځ د ترکيې په ولسمشريزو او پارلماني ټاکنو کې د ترکي ولس بې ساري گډون ولسمشر اردوغان يو ځل بيا واک ته ورساو او تر راتلونکو پنځو کلونو به له ډېرو واکونو سره د ترکيې ولسمشر وي.

اردوغان په سلو کې ۵۳ سلنه رايې وړي او د هغه تر ټولو ستر سيال محرم انجه ۳۱ سلنه رايې وړي دي.

په پارلماني ټاکنو کې د ولسمشر اردوغان ايتلافي «ولسي جمهوري» گوند ۵۳سلنه څوکۍ ترلاسه کړي، اپوزيسيون گوند ۳۴سلنه رايې گټلي او د کردانو ډيموکراټ گوند لس سلنه رايې وړي دي. تر اوسه  ۵۴ سلنه رايې شمېرل شوي دي.

ولسمشر اردوغان د ټاکنو له پايلو وروسته په انقره کې ولسي غونډې ته وويل، چې په ولسمشريزو او پارلماني ټاکنو کې د دوی بريا د ټولو ترکانو بريا ده او ټينگار يې کړی، چې تر ۲۰۲۳ کال پورې به ترکيه د پرمختگونو نوي گامونه پورته کړي.

د اردوغان په وينا د ترکيې نوي سلنه ولس په ټاکنو کې گډون درلود.

ولسمشر اردوغان له خپل ولسه مننه وکړه او هغوی ته يې ډاډ ورکړ، چې ۲۰۱۶ کې د پوځي کودتا له ناکامولو وروسته د ترکيې ولس يو ځل بيا د ترکيې برخليک ټاکلو لپاره خپل مسووليت ادا کړ او خپلو خلکو ته يې ډاډ ورکړ، چې په راتلونکو کلونو کې به خپل هېواد د نړۍ لسو سترو دولتونو په کتار کې ودروي او ټينگار يې کړی، چې د ولسواکۍ او قانون په رڼا کې به د خپل ولس د ازادۍ لپاره هڅو ته دوام ورکړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.