Share/Save/Bookmark

کد مطلب :62392
تاریخ انتشار : دوشنبه 11 چنګاښ 1397 ساعت : 11:48:49

د روسیې نړیوال جام؛ برازیل له مکسیکو سره لوبه کوي

ټاکل شوې ده چې نن هم د روسیې په نړیوال جام لوبو کې دوې لوبې ترسره شي، لومړۍ به د مکسیکو او برازیل ترمنځ وي

په روسیه کې د ۲۰۱۸ زیږدیز کال د فټبال لوبو په دوام وروستیو لوبو کې روسیې له اسپانیا سره لوبه وکړه چې په پایله کې په ۹۰  دقیقو کې دواړه لوبډلې ۱ـ۱ مساوې وې، خو اضافه وخت کې برخلیک بدل شو.

د لوبې په ورکړل شوي اضافه وخت کې لوبه پنالټي ته ولاړه او روسیه وتوانېده چې په پنالټي کې ۵ـ۴ اسپانیا ته ماته ورکړي.

له دې لوبې سره روسیه وتوانېده چې اتو لوبډلو نوملړ ته ورشي او لوبو ته په دې نړیوال جام کې دوام ورکړي.

دوهمه لوبه هم د شپې لس نیمې بجې پيل شوه او په دې لوبه کې کرواسیا او ډنمارک سره مخامخ وې.

دا لوبه هم په پنالټیو سره پای ته ورسېده او ۴ـ۳ کرواسیا لوبه له ډنمارک څخه وګټله.

ټاکل شوې چې نن(دوشنبې د چنګاښ۱۱مه) دوې لوبې ترسره شي چې لومړۍ به یې د برازیل او مکسیکو ترمنځ وي، دوهمه هم د جاپان او بلجیم ترمنځ ترسره شي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.