Share/Save/Bookmark

کد مطلب :62411
تاریخ انتشار : پنج شنبه 14 چنګاښ 1397 ساعت : 12:14:30

په عراق کې د افغانستان په سفارت کې اورلګېدنه رامنځ ته شوې

د رسنیو د راپورونو له مخې تېره ورځ مازدیګر مهال په بغداد ښار کې د افغانستان سفارت اور اخیستی دی. عراقي امنیتي سرچینو رسنیو ته دغه راپور تایید کړی دی.

سرچینې وایي چې اورلګېدنه په سفارت کې د سونتوکو د موجودیت او همدا راز په دغه سفارت کې د برېښنا د شارتۍ له امله رامنځ ته شوې ده.

په دې پېښه کې چا ته ځاني زیان نه دی اوښتی.

عراقي امنیتي سرچینې وایي دوی له کمې مودې وروسته په دې بریالي شول چې په سفارت کې لګېدلی اور کابو کړي.

دا چې په دې پېښه کې سفارت څومره زیانمن شوی په اړه یې معلومات نه دي ورکړل شوي.


  خبرگزاری افغان ایرکا

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.