Share/Save/Bookmark

کد مطلب :62445
تاریخ انتشار : سه شنبه 19 چنګاښ 1397 ساعت : 13:53:02

د افغانستان د فوټبال ملي ټیم د مرکزي اسیا په سیالیو کې قرغزستان ۴-۰ مات کړ

د افغانستان شپاړلس کلنې فوټبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا فوټبال سیالیو په لړ کې قرغزستان ته ماته ورکړه.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې دغه لوبه افغان لوبډلې ۴ـ ۰ په وړاندې د قرغزستان د ۱۶ کلنې فوټبال ملي لوبډلې نه وګټله.
د افغانستان د فوټبال فډراسیون په وینا د تیرې ورځې په بریا سره د افغانستان د شپاړلس کلنو ملي لوبډله د مرکزي اسیا فوټبال سیالیو دوهم مقام خپل کړ.
د هېواد د فوټبال د شپاړلس کلنې ملي لوبډلې د اسیا د مرکزي اسیا د فوټبال سیالیو په لړ کې کې د شنبې په ورځ د چنګاښ په ۱۶مه  په خپلې دویمې سیالۍ کې ۱- ۰ تاجکستان ته ماتې ورکړې وه.
د افغانستان د فوټبال د شپاړلس کلنې لوبډلې له دې وړاندې په خپله لومړنۍ سیالۍ کې له کوربه ازبکستان څخه یې۱-۴ ماتې منلې وه.
د افغانستان د ۱۶ کلنو ملي لوبډله له دې وړاندې په یوه روزنیز کمپ کې د ګډون لپاره عمان ته تللی و او د عمان په وړاندې په دوه دوستانه لوبو کې هم برخه اخیستی و.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.