Share/Save/Bookmark

کد مطلب :62532
تاریخ انتشار : دوشنبه 1 زمری 1397 ساعت : 18:51:16

حق‎پرست «یو اف سي» بنسټ لومړۍ لوبه کې بریالی شو

نصرت حق‎پرست افغان لوبغاړی دی چې د «یو اف سي» بنسټ کې یې تېره شپه(یک‎شنبې د چنګاښ۳۱مه) خپله لومړۍ ترسره کړه چې په کې بریالی شو.

دا لوبه د آلمان په هامبورګ ښار کې ترسره شوه او د ښاغلي حق پرست سیال له کانګو هېواد څخه مارک ډیکسي وه.

نصرت حق پرست دا لوبه په درې روڼدونو کې وګټله او په دې سره یې خپله نهمه بریا ولمانځله.

نصرت د خپلو لوبو پیل سره یوازې دوه وارې ماته خوړلې ده.

خو له دې ماتې سره ماک ډیکسي خپله درېیمه ماته تجربه کړ، نوموړی تر اوسه دولس بریاوې لري.

ازادو لوبو لوبغاړي، سیر بهادرزاده وروسته، نصرت حق پرست دوهم افغان دی چې د «یو اف سي» بنسټ ته لار موندلې ده.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.