Share/Save/Bookmark

کد مطلب :62542
تاریخ انتشار : چهار شنبه 3 زمری 1397 ساعت : 13:53:42

د فوټبال افغان لوبډلې د مرکزي اسیا په سیالیو کې قرغزستان مات کړ

د افغانستان پنځلس کلنې فوټبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا فوټبال سیالیو په لړ کې قرغزستان ته ماته ورکړه.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې دغه لوبه افغان لوبډلې ۲ـ ۱ په وړاندې د قرغزستان د پنځلس کلنې فوټبال ملي لوبډلې نه وګټله.
د پنځلس کلنو فوتبال ملي لوبډله د تیرې ورځې په لوبه کې ښه وځلېد او د لوبې د لومړی نیمايي په څو دقیقو کې قرغزستان ته دوه ګوله ورکړل .
د لوبې د دویمې برخې کې دواړو لوبډلو غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه خو افغان لوبغاړو د ګول په وهلو بریالي نشول.
 خو د لوبې په دویمه نیمایي کې د قرغزستان لوبډلې وکولى شول چې د افغان پنځلس کلنو د ګول پر دروازه بريد وکړي او يو ګول ووهي.
د افغانستان د فوتبال فدراسیون په وینا، دغه راز دغه لوبه د ۲-۱ په توپیر سره د افغانستان په بریا پای ته ورسېده.
دا په داسې حال کې ده چې د د ۱۵ کلنو د فوټبال ملي لوبډلې د منځنۍ اسیا د هېوادونو د فوټبال په سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه تاجکستان لوبډلې ته بایللی وه.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.