Share/Save/Bookmark

کد مطلب :62547
تاریخ انتشار : پنج شنبه 4 زمری 1397 ساعت : 10:47:02

د سوریی په جنوب کی د ځان وژونکی حملی له کبله ۷۵ کسانو ته مرګ ژوبله واوښتله

د سوریی رسنیو اعلان وکړ: پرون سهار د «سویدا» ښار په مرکز د یوې ځان وژونکی چاودنی له کبله، د سوریی ۳۸ ښاریز وژل شوی، او نور۳۷ کسان ژوبل شول.

د ایرنا د پرون چهار شنبی د راپور په اساس، د سوریی د«الاخبار» ټلویزون د یاد خبر په اعلانولو سره زیاته کړه: د دغو ترهه ګرو یو تن، ځان ته د میوؤ په بازار کی چاودنه ورکړه، او نور دوه ترهه ګر مخکی تردې چی خپل چاودیدونکی توکی وچاودوی، د دغه ښار د«المسلخ» په سیمه کی، د امنیتی ځواکونو له خوا ویشتل شوی او په هلاکت ورسیدل.

د سویدا ولایت د روغتیایی چارو مدیر تاکید وکړ: د دغې چاودنی د یو شمیر ټپیانو د حال د خرابوالی له کبله، د هغې د تلفاتو د زیاتیدو احتمال زیات دئ.

دا پداسی حال کی ده؛ چی همداراز پرون سهار د سویدا په شمال ختیځ کی د«المتونه»؛«دوما» او«تیما» په کلیو کی د داعش ترهه ګری ډلې د حملی له کبله، یو شمیر ملکیانو ته مرګ ژوبله واوښتله. 


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.