Share/Save/Bookmark

کد مطلب :62564
تاریخ انتشار : دوشنبه 8 زمری 1397 ساعت : 09:50:10

د ايران په خلاف د امريکې د بنديز د سياست په بې نتيجه والي د اردوغان تاکيد

د ترکيې ولسمشر د ايران د اسلامي جمهوريت د اقتصادو په راتلوني د امريکې د دباونو او بنديزونو د تاثير په اړه د دغه هواد د چارواکو خيال يو غلط خيال وبلۀ.

د ايرنا د رپوټ له مخې رجب طيب اردوغان پرون د خبريالانو په ټول کښې وويل: په دې اړه د امريکائي چارواکو خيال چې د ايران په خلاف دباو او بائيکاټونه به تهران تسلمېدو ته مجبور کړي يو غلط خيال دے.

د ترکيې ولسمشر واضحه کړه چې د ايران د ايران د اسلامي جمهوريت په خلاف زياتېدونکي دباونه او بنديزونه به په دغه هېواد څه تاثير ونکړي نو ځکه د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته پکار دي د ايران په وړاندې په نظر او چلند کښې بدلون راوالي.

اردوغان همدارنګ له ګولن ډلې سره د تعلق په تور د ترکيې په ازمير ښار کښې د امريکائي پادري اېنډريو برونسون د نظر بندۍ د محکوميت په سر د ترکيې په خلاف د امريکې د چارواکو د وروستيو دړکو په باره کښې وويل، امريکه پکار دي د ترکيې د قضائي حکم احترام وکړي او دغه مسئله دې په دغه هېواد د بنديز لګولو په موضوع بدله نه کړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.