Share/Save/Bookmark

کد مطلب :62585
تاریخ انتشار : پنج شنبه 11 زمری 1397 ساعت : 12:20:22

د سوریې پوځ صهیونیسټي-امریکايي طرحې ناکامه کوي

د سوریې ولسمشر ټینګار وکړ چې د سوریې پوځ د شر او دښمنۍ له طوفانونو سره په مقابله کښې د هیواد مظبوط ډال او سپر دی او د صهیونیسټانو او امریکایانو طرحې یو په بل پسې ناکامه کوي.

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې بشارالاسد د سوریې د پوځ د جوړیدو د درې اویایمې کلیزې په مناسبت له جیش الشعب نومې سوري مجلې سره په خبرو کښې وویل: د سوریې پوځي ځواکونو او د هغو سیمه ایزو او نړیوالو ملاتړو له هدفمنې ترهګرۍ سره په مقابله کښې ډیرې بریاوې ترلاسه کړې دي.

د سوریې ولسمشر په دې خبرې سره چې دا بریالیتوبونه په تیرو اوو کالو کښې په ډیرو سرشیندنو سره ترلاسه شوې دي، څرګنده کړه: په همدې سرشیندنو سره نن سبا د سوریې په ډیرو سیمو کښې ارامښت او ثبات واکمن شوی دی.

هغه دې ته په اشارې سره چې ترهګر تر خپل نیواک لاندې سیمو څخه په ذلالت سره وتلو ته مجبور شوي دي، سوري پوځیانو ته په خطاب کښې وویل: تاسو د سوریې د خاورې ملاتړي او له هیواده د دفاع لپاره یوه مضبوطه قلا یئ.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.