Share/Save/Bookmark

کد مطلب :62596
تاریخ انتشار : شنبه 13 زمری 1397 ساعت : 23:24:24

د لبنان حزب الله په الحديده روغتون د سعودي حمله وغندله

د لبنان حزب الله نن په يوې بيانيه کښې په الحديده ښار کښې په الثوره روغتون او د کبانو په بازار باندې په حمله کښې د سعودي تيريګر ائتلاف وحشيانه جنايت سخت وغندۀ.

د العالم چېنل د رپوټ له مخې د لبنان حزب الله په دغه بيانيه کښې د سعودي ائتلاف لخوا په روغتون او بيمارانو باندې حمله وحشتناکه او د مقاومت په وړاندې د دغه ائتلاف  اخلاقي ذوال او ماتې وبلله او د نړۍ له ازادو ملتونو ، ملګرو ملتو او د بشري حقوقو له ټولنو يې وغوښتل چې د دغه اقدام په غندلو سره  دې د هغه د عاملينو په وړاندې کلک اودريږي.

د سرۀ صليب نړيوالې کمېټۍ هم په الحديده ښار د سعودي ائتلاف د حملو سلسله وغندله او د هغې خپارۀ شوي تصويرونه يې وحشتناک وبلل.

همدارنګ ملګرو ملتو هم د يمن د لويديځ د الثوره سيمې په کورونو، روغتون او د کبانو په بازار باندې د سعودي تيريګرو په هوائي حملو کشې د عامه خلقو قتل عام بوږنونکے وبلۀ.

د يمن د الحديده ښار د الثوره سيمې په روغتون او کب خرڅوونکو په بازار د سعودي ائتلاف د جنګي الوتکو په حمله کښې ۶۰ عامه وګړي شهيدان او ۱۲۰ نورو هم ژوبل شول.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.