Share/Save/Bookmark

کد مطلب :62605
تاریخ انتشار : يکشنبه 14 زمری 1397 ساعت : 16:30:54

د وینزویلا ولسمشر د ترور ناکامه هڅه وشوه

درسینیزو راپورنو ترمخه د وینزویلا ولسمشر نیوکولاس مادورو د ترور یوه ناکامه هڅه شوې، چې په خپله ولسمشر ترې ژغورل شوی دی.
د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو په یوه پرانیسته سیمه کې د پوځ د ۸۱ مې کلیزې په مناسبت پوځیانو ته وینا کوله، چې د نوموړي د خبرو میز ته څېرمه ۲ بې پیلوټه الوتکو کې چاودنه وشوه.
د چاودنې له امله ۷ تنه پوځیان ټپیان شوي؛ خو په خپله ولسمشر مادورو له دغه برید څخه روغ وتلی دی.
د وینزویلا د مخابراتو وزیر «خورخي رودریګیز» دغه پېښه د ولسمشر د ولسمشر د ترور ناکامه هڅه بللې، چې په خبره یې د امریکا پلوه حکومت مخالفو ګوندونو په مرسته ترسره شوی دی.
نیکولاس مادورو د وینزویلا د پخواني ولسمشر هوګوچاویز له مړینې وروسته د هېواد ولسمشر شو، چې وروسته په ۲۰۱۳ کال کې د ټاکنو ګټونکی هم اعلان شو او څو دوه میاشتې دمخه یې یوځل بیاهم ولسمشریزې ټاکنې وګټلې او د ۵ کلونو لپاره د دغه هېواد ولسمشر شو.
د امریکا متحدو ایالتونو د مادورو د ولسمشرۍ له اولې ورځې نه دغه هېواد سره دښمنانه رویه خپله کړې او هڅه کوي د اقتصادي بندیزونو او نورو لارو څخه د نوموړي حکومت نسکور کړي، چې تر اوسه دغې هڅې له ناکامۍ سره مخ شوي دي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.