Share/Save/Bookmark

کد مطلب :62645
تاریخ انتشار : شنبه 20 زمری 1397 ساعت : 19:08:00

د ستنیدو د حق د لاریون په شلمه جمعه دوه فلسطینیان شهیدان او ۸۴ زخمي شول

د فلسطین روغتیا وزارت بیګا د غزې په تړانګه کښې د ستنیدو د حق د ستر لاریون په شلمه جمعه د صهیونیسټو پوځیانو په لاس د دوو فلسطینیانو د شهادت او د ۸۴ نورو د زخمي کیدو خبر ورکړ.

د مهر خبري آژانس د خبر له مخې د فلسطین روغتیا وزارت ویلي چې په پرونیو زخمیانو کښې پنځه مرسته کونکي او ګڼ شمیر ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د غزې په تړانګه کښې د (ځمکې د ورځې) په مناسبت د روان کال د مارچ له دیرشمې نیټې څخه د ستنیدو د حق صلحه ایز لاریون پیل شوی چې لاهم دوام لري. په دې موده کښې د اسرائیلي پوځیانو لخوا پر لاریون کونکو فلسطینیانو باندې په شویو ډزو او بریدونو کښې له یونیم سلو زیات فلسطینیان شهیدان شوي او اوولس نیم زره زخمي شوي دي.


  خبرگزاری افغان ایرکا

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.