Share/Save/Bookmark

کد مطلب :62653
تاریخ انتشار : يکشنبه 21 زمری 1397 ساعت : 18:52:02

د ازبکستاني چارواکو او د طالبانو سیاسي استازو ترمنځ د وروستي ناستې جزئیات

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت تائیدوي چې ازبکستاني چارواکو په تاشکند کې یې د طالبانو له سیاسي پلاوی سره کتلي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې د شیر عباس ستانکزي په مشری د طالبانو پلاوی د اګسټ میاشتې له ۷ مې نیټې څخه تر ۱۰ مې نیټې پورې د بهرنیو چارو وزارت په کچه له ازبکستاني چارواکو سره ناستې دلولودلې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې ازبکستاني چارواکو او د طالبانو سیاسي استازو د سولې خبرو اترو په اړه بحث او خبرې کړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ډیلي ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، چې د طالبانو سیاسي استازو له ازبکستاني چارواکو سره د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او د سولې او پخلاینې په اړه هم بحث او خبرې وکړې.

د طالبانو سیاسي استازو د ازبکستان له بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کمیلوف او د افغانستان لپاره د ازبکستان ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف سره هم کتلي.

د راپورونو له مخې، د کتنې په ترڅ کې دواړو غاړو په افغانستان کې یې د ازبکستان د پرمختیایي پروژو په اړه بحث او خبرې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف تر دې مخکې ویلي و چې ازبکستان چمتو دی چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو کوربه توب وکړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.