Share/Save/Bookmark

کد مطلب :62660
تاریخ انتشار : سه شنبه 23 زمری 1397 ساعت : 07:50:34

امام خامنه‌ای: له امریکا سره نه جنګ کیږي او نه مذاکرات

امام خامنه ای د اسلامي انقلاب ستر لارښود د بندیز، جنګ  او خبرو اترو په هکله د امریکا د مقاماتو  بې ادبانه خبرو ته په اشارې سره وویل : ټینګار کوم چې جنګ به ونه شي او مذاکرات هم نه کوو.

ایت الله العظمی امام خامنه ای پرون سهار د خلکو له مختلفو پرګنو سره په کتنه کې  په  یوې مهمې وینا کې ټینګار وکړ:  هیڅ جنګ به ونه شي  ځکه چې مونږ به د تیر وخت په شان هیڅکله د جنګ  پيلوونکي نه وو او امریکایان هم حمله نه پیل کوي ځکه پوهیږي چې سل په سله کې به یې په تاوان  تمامه شي ځکه چې اسلامي ایران او ولس یې  ثابته کړې چې  په هر تیري ګر تر هغه  لا لوی ګوزار کوي.

د اسلامي انقلاب مشر  له امریکا سره د خبرواترو په هکله هم تاکید وکړ:  له امریکا سره  د ډیرو دقیقو دلیلونو،  تیرو تجربو او  له یو  جعلکار او بدماش رژیم سره دمذاکراتو ډیرو تاوانونو ته په  پام سره هیڅ مذاکرات نه کوو.

دوي جامعه ایټمي موافقه  له امریکا سره د خبرو اترو واضحه نتیجه وګڼله او وې ویل:  په مذاکراتو کې د امریکا فارمولې ته په پام سره  په نړۍ کې چې هر هیواد له امریکا سره مذاکرات وکړي له ستونزې سره مخامخ کیږي مګر دا چې دریځ یې د امریکا په شان وي چې البته د امریکا اوسنی حکومت حتی په اروپایانو هم بدماشي خرڅوي.

 د اسلامي انقلاب ستر لارښود په یمن کې د سعودیانو د تیرو اونۍ د دوو جنایتونو یعنې  په یو روغتونو حمله او د ماشومانو په یو بل حمله او د لسګونو بې ګناه ماشومانو وژلو ته په اشارې سره وویل ، د نړۍ ضمیر ددغه جنایت په وړاندې وبوږنیده خو امریکایانو د  دغو غمیزو د غندلو په ځای  په بې شرمۍ سره  له سعودیانو سره د خپلو استراتژیکو اړیکو خبره وکړه او  دا پوښتنه راپیدا شوه چې آیا د امریکا چارواکي واقعا انسانان دي؟

 ایت الله خامنه ای ټینګار ړکړ  ایران له دوو دوستونو هیوادونو یعنې عراق او سوریې سره د امریا د ګواښونو په وړاندې مرسته وکړه او دغه مرستې په یو ډول د دوستو دولتونو تر مینځ  مبادله ده.

 د اسلامي انقلاب ستر لارښود د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې د ټولو خلکو او مسوولانو د وحدت په ضرورت په ټینګار سره وویل :  په هیواد کې هیڅ بندون نیشته او د دریو قواوو مشران باید په ګډ کار او هڅې او د کارپوهانو له نظرونو په استفادې سره  ستونزې او فشارونه د خلکو له اوګو لرې کړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.