Share/Save/Bookmark

کد مطلب :62681
تاریخ انتشار : پنج شنبه 25 زمری 1397 ساعت : 14:22:11

یمني ماشومانو د ملګرو ملتونو استازې ژړولې ده

د ملګرو ملتونو یوې استازې د یمن له کډوالو لیدنه کړې ده. لیز ګراند په یمن کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ مشره ده او د تېرې پنجشنبې د هوايي برید له ټپیانو یې لیدنه کړې ده.
نوموړې د ټپیانو په لیدنه تر سخت فشار لاندې راغلې ده او د خپلو لیدنو تر پایه یې له سترګو اوښکې روانې وې.
هغه د بشریت پر ضد دغه ډول بریدونه غیر انساني اعمال بللي دي او په یمن کې یې د جګړو د درېدو جدي غوښتنه کړې ده.
تېره پنجشنبه په یمن کې د یاغیانو پر ضد ایتلاف پر یوه بس موټر هوايي برید وکړ.
په دغه برید کې ۴۰ ماشومان ووژل شول او ۴۶ نور ټپیان شول.
په پېښه کې ټول ۵۱ کسان وژل شوي او ۷۹ نور ټپیان وو.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.