Share/Save/Bookmark

کد مطلب :62687
تاریخ انتشار : جمعه 26 زمری 1397 ساعت : 17:28:29

د فلسطين د فوټبال ملي لوبډله د يوې دوستانه سيالۍ لپاره کابل ته راغله

د فلسطين د فوټبال ملي لوبډله نن سهار کابل ته راورسېده او ټاکل شوې چې د لومړي ځل لپاره له افغانستان سره يوه دوستانه لوبه وکړي .

د فوټبال د ملي فدراسيون له خوا پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه راغلي چې ټاکل شوې راتلوونکې يکشنبه (د زمري ٢٨مه) په کابل کې د افغانستان او فلسطين لوبډلو ترمنځ لوبه وشي .

دسرچينې د معلوماتو په اساس، ټاکل شوې دغه لوبه د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو په مناسبت د کابل په شنه ميدان کې تر سره شي .

د فلسطين د ملي لوبډلې مدير بهرامي رسنيو ته ويلي: زه ډېر خوښ يم چې په لومړي ځل له افغانستان څخه ليدنه کوم . زه د افغانستان له خلکو او فدراسيون څخه يې مننه کوم چې دغه فرصت يې برابر کړى او دواړو لوبدلو ته د بريا هيله لرم .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.