Share/Save/Bookmark

کد مطلب :62693
تاریخ انتشار : شنبه 27 زمری 1397 ساعت : 09:43:18

د پاکستان پوځ مشر قمر باجوه: وروړل شوي جسدونه د سو داګرو دي

 د پاکستان د پوځ مشر، قمر جاوېد باجوه ویلي، هېواد یې په افغانستان کې له ترهګریزو ډلو څخه ملاتړ نه کوي او په کار ده چې پاکستان ته وروړل شوي جسدونو او ټپیانو ته د تروریست خطاب و نه شي.
باجوه ویلي، ډېری پاکستانیان افغانستان کې په سوداګریزو کارونو بوخت دي او له افغانانو سره په ګډه وژل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر په افغانستان کې د وروستیو بریدونو په تړاو له پاکستان د وضاحت غوښتنه کړې.
ولسمشر محمد اشرف غني په غزني کې وویل، د پاکستان حکومت باید د هغو ویډیوګانو او تصویرونو په اړه وضاحت وکړي چې په غزني کې دوژل شویو پاکستاني وګړو او په تېره بیا د پوځیانو جنازې په .کې له افغانستانه پاکستان ته لېږدول کېږي
د خیبرپښتونخوا ګوندونو هم له پاکستان غوښتي چې د طالبانو د جسدونو د ویډیو په اړه وضاحت ورکړي.
په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیو ګانې خپرې شوې چې پاکستانیان په ځانګړې ډول پاکستاني پوځیان په غزني کې وژل شوي.
په تصویرونو او ویډیوګانو کې ښکاري چې په غزني کې د وژل شویو پاکستانیانو جنازې له ډیورنډ کرښې هاغې غاړې وړل کېږي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.