Share/Save/Bookmark

کد مطلب :62697
تاریخ انتشار : شنبه 27 زمری 1397 ساعت : 22:04:20

د ملګرو ملتونو پخواني عمومي منشي کوفي عنان مړ شو

د ملګرو ملتونو پخواني عمومي منشي کوفي عنان د ۸۰ کلونو په عمر مړ شو.

د کوفي عنان بنسټ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو پخواني عمومي منشي نن سهار د سویس په پلازمېنه بیرن ښار کې مړی شوی دی.

کوفي عنان د لسو کلونو لپاره یې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په توګه دنده ترسره کړې وه.

نوموړی د ۲۰۰۱ په میلادي کال د نوبل جایزه هم ګټلې وه.

په همدې حال کې د کوفي عنان بنسټ له لورې په خپره شوې بیان کې راغلي، چې د ملګرو ملتونو پخواني عمومي منشي د ور پیښې ناروغی له امله مړ شوی دی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.