Share/Save/Bookmark

کد مطلب :62711
تاریخ انتشار : دوشنبه 29 زمری 1397 ساعت : 13:56:59

د افغانستان او فلسطین ترمنځ د فوټبال د دوستانه لوبې په اړه د ولسمشر غني څرګندونې

ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې او د فلسطین ملي لوبډلې غړو سره چې د دوستانه لوبې په موخه کابل ته راغلې وه، په ارګ کې وکتل.

د جمهوري ریاست یا ارګ ماڼی له مخې، ولسمشر غني د فلسطین د فوټبال ملي لوبډلې غړو ته د هرکلي ترڅنګ وویل ”دواړه لوبډلې ګټونکې یاست او نن افغانستان د فلسطین د فوټبال ملي لوبډلې د هرکلي  ویاړ لري. “

هغه زیاته کړه، له اویا کلونو راپدېخوا د هر افغان زړه د فلسطین ملت لپاره تپېږي او د افغانستان خلک پر خپلواک فلسطین باوري دي.

جمهوررئیس، په فلسطین کې د دوستانه لوبو د ترسرکولو په موخه د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې بلنې ته په اشارې وویل، دولت به د دې سفر په خاطر ټول امکانات د افغانستان د فوټبال فدراسیون په واک کې ورکړي.

د افغانستان او فلسطین لوبډلو ترمنځ دغه دوستانه لوبه د افغانستان په کوربه توب په پلازمېنه کابل ښار کې ترسره شوه.

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان فوټبال فډراسیون له شاوخوا پنځه کاله وروسته په هېواد کې دننه د یوې بهرنی لوبډلې کوربه توب کوي.

دغه لوبه د افغانستان د خپلواکی د ۹۹ یمې کلیزې په مناسبت او د افغانستان په بلنه ترسره شوه.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.