Share/Save/Bookmark

کد مطلب :62712
تاریخ انتشار : دوشنبه 29 زمری 1397 ساعت : 14:02:04

د امام خامنه ای د حج په پیغام کې وفرمایل د امریکا سیاست د یوه بل په لاس د مسلمانانو وژل دی

ای خوږو حجیانو! په سوریې، عراق، فلسطین، افغانستان، یمن ، بحرین، لیبیا ، پاکستان ، کشمیر او میانمار او نورو سیمو کې د مظلومانو او اسلامي امت لپاره دعا هیره نه کړئ او له خدایه وغواړئ چې د امریکا او نورو مستکبرانو او د هغوی د ګوډاګیانو لاسونه غوڅ کړي.

ګلونو اوریدونکو سلامونه ، د نورو کلونو په شان سږ کال هم د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود  حضرت ایت ا... العظمی امام سید علی خامنه ای د حج په مناسبت خپله مهمه وینا خپره کړه چې  نن سهار  د ایرانیو حجیانو مشر او د ولی فقیه استازي  حجت الاسلام والمسلمین قاضی عسکر  د عرفات په دښته کې ولوستله.  په دې شیبې کې د رهبرۍ د ستر مقام د وینا  د متن پښتو ژباړه تاسو ته وړاندې کیږي:

بسم‌اﷲ‌الرّحمن‌الرّحیم
و الحمد للّه و الصّلاة علی رسوله المصطفی و آله الاطهار الابرار و صحبه الاخیار. قال اللّه تعالی:  وَ اَذِّن فِی النّاسِ بِالحَجِّ یَأتوکَ رِجالًا وَ عَلیّْ کُلِّ ضامِرٍ یَأتینَ مِن کُـلِّ فَجٍّ عَمیقٍ ‍‍× لِیَشهَدوا مَن‍ـافِ‍ـعَ لَهُم  وَ یَذکُرُوا اسمَ اللهِ فیِّ اَیّامٍ مَعلومات.
دغه عرشي انګازه هماغه شان زړونه ځانته رابلي او له پیړیو او پړاوونو، انسانیت  ته د توحید په چورلیز د غونډیدو بلنه ورکوي. د انسانیت هر وګړی د دغه ابراهیمي بلنې مخاطب او  پرې ویاړمن دی؛ که څه هم ځینې غوږونه یې وانه اوري او  زړونه د غفلت او  جهالت تر پردې لاندې، له هغه بې برخې پاتې شي، او که څه هم  ځینې کسان دغه نړیوالې او همیشنۍ میلمستیا ته  د ورتګ وړتیا په ځان کې پيدا نه کړي او یا یې په هر سبب توفیق ونه مومي.

اوس تاسو په دغه لورینې لورول شوې او د خدای د میلمستون په  امن وادۍ کې مو ګام ایښی دی.

 عرفات او مشعر او منی، صفا او مروه او بیت، مسجدالحرام او مسجدالنّبی، د دغو مناسکو او  مشاعرو هر هر ځای ، هر یو د معنویت د  زنځیر یوه کړۍ او د روح عروج دی د هغه حج کوونکي لپاره چې د دغه توفیق په قدر پوه شي اور  ترې د خپل ځان د پاکۍ لپاره استفاده وکړي او د خپل پاتې عمر لپاره توښه واخلي.

یو مهم ټکی چې  هر فکر کوونکی انسان تلوسګر او حساس ګرځوي، د ټولو خلکو او ټولو نسلونو او ټولو کلونو لپاره  په یو  ټاکلي ځای او واحد زمان او وخت کې د  یوې همیشنۍ وعده ګاه  ټاکل دي. د وخت او ځای دغه وحدت  د حج د فریضې یو اصلي راز دی.  بې له شکه د «لِیَشهَدوا مَن‍ـافِ‍ـعَ لَهُم»  یو ډیر لوړ مصداق  دخدای د کور په څنګ کې د اسلامي امت د وګړو دغه کلنۍ کتنه ده. دا د اسلامی وحدت راز او د  اسلامي   امت سازۍ بیلګه ده چې باید د بیت الله تر سیوري لاندې وي. دخدای کور د ټولو دی:

 سَ‍ـواّْءَ العـاکِفُ فیهِ وَ الب‍ـاد.

حج، په دغه ځای او دغه وخت کې همیشه او په ټولو کلونو کې په لوړ غږ او ښکاره منطق سره مسلمانان یووالي ته رابلي  او دا د دښمنانو د غوښتنې مقابل ټکی دی چې په ټولو زمانو په تیره بیا  په اوسني پېر کې  یې مسلمانان د یو بل په وړاندې لام بندۍ ته هڅولي دي.

نن د مستکبرې او جنایتکارې امریکا عمل ته وګورئ. د اسلام او مسلمانانو په وړاندې د هغې اصلي سیاست د جنګ جوړول دي. دهغې خبیثانه غوښتنه او هڅه  د یو بل په لاس د مسلمانانو وژل دي.  پر مظلومانو د ظالمانو وراچول، د ظالم لوري ننګه کول، د هغه په لاس د مظلوم لوري بیرحمانه ځپل، او مدام د دغه بوږنوونکې فتنې اور ته پوکي وهل. مسلمانان باید هوښیار او بیدار اوسي او دغه شیطاني سیاست شنډ کړي. حج د دغه هوښیارۍ زمینه جوړوونکی دی، او دا ده په حج کې  له مشرکانو او مستکبرانو د برائت فلسفه .
  د خدای یاد د حج روح دی.  راځئ چې په هر حال کې خپلو زړونو ته د رحمت په دغه باران سره ژوند او تاندوالی وبخښو او په هغه ذات توکل او باور چې د طاقت، برم ، عدل او ښکلا  سرچینه او آر دی په خپله زړونو کې  کلک کړو.  په دې بڼه کې به  د دښمن پر چل ول  بریالي شو.

ای خوږو حجیانو!  په سوریې، عراق، فلسطین، افغانستان، یمن ، بحرین، لیبیا ، پاکستان ، کولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې او د فلسطین ملي لوبډلې غړو سره چې د دوستانه لوبې په موخه کابل ته راغلې وه، په ارګ کې وکتل.

د جمهوري ریاست یا ارګ ماڼی له مخې، ولسمشر غني د فلسطین د فوټبال ملي لوبډلې غړو ته د هرکلي ترڅنګ وویل ”دواړه لوبډلې ګټونکې یاست او نن افغانستان د فلسطین د فوټبال ملي لوبډلې د هرکلي  ویاړ لري. “

هغه زیاته کړه، له اویا کلونو راپدېخوا د هر افغان زړه د فلسطین ملت لپاره تپېږي او د افغانستان خلک پر خپلواک فلسطین باوري دي.

جمهوررئیس، په فلسطین کې د دوستانه لوبو د ترسرکولو په موخه د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې بلنې ته په اشارې وویل، دولت به د دې سفر په خاطر ټول امکانات د افغانستان د فوټبال فدراسیون په واک کې ورکړي.

د افغانستان او فلسطین لوبډلو ترمنځ دغه دوستانه لوبه د افغانستان په کوربه توب په پلازمېنه کابل ښار کې ترسره شوه.

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان فوټبال فډراسیون له شاوخوا پنځه کاله وروسته په هېواد کې دننه د یوې بهرنی لوبډلې کوربه توب کوي.

دغه لوبه د افغانستان د خپلواکی د ۹۹ یمې کلیزې په مناسبت او د افغانستان په بلنه ترسره شوه.شمیر او میانمار او نورو سیمو کې د مظلومانو او اسلامي امت لپاره  دعا هیره نه کړئ او  له خدایه وغواړئ چې د امریکا او نورو مستکبرانو او د هغوی د ګوډاګیانو لاسونه غوڅ کړي.
 
والسّلام علیکم و رحمة اللّه
سیّدعلی خامنه‌ای
  ۱۳۹۷ د زمري دمیاشتې اته ویشتمه
د ۱۴۳۹ هجري سپوږمیز کال د ذی الحجې اومه نیټه


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.