Share/Save/Bookmark

کد مطلب :62716
تاریخ انتشار : سه شنبه 30 زمری 1397 ساعت : 12:14:30

د وړومبنۍ ايراني جنګي الوتکې مخکتنه

د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر په موجودګۍ کښې د وړومبنۍ پرمختللې ايراني جنګي الوتکې مخکتنه وشوه.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د اګست ۲۲ نېټه په ايران کښې د دفاعي صنائعو له کليزې او د «کوثر» نومې پرمختللې ځاي وړومبنۍ جنګي الوتکې له مخکتنې سره په يو وخت د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر ډاکټر حسن روحاني د ايران د وروستيو دفاعي لاسته راوړنو بياکتنه وکړه.

د ايران د اسلامي جمهوريت د هوائي ځواک د جنګ د  توان وده او پائيلټۍ زدکړې،د اويونيک او  د څلورم نسل پرمختللي اور کنڼرولونکو سېسټمونو ځائ کول، مېکانيکي او هېډروليکي سامانونه او د بنيادي سائنسي شرکتونو، د دفاع د وزات صنعتي ادارو او د پوهنتوني او تحقيقاتي مرکزونو پراخه نېټ ورک استعمالونکے سېسټم د «کوثر» جنګي الوتکې ځينې خصوصيتونه دي.

د دغه رپوټ له مخې د دغې جنګې الوتکې چې بشپړه په ځاي توګه جوړه شوې ده په مخکتنې سره د ايران اسلامي جمهوريت د الوتکو ، جنګي الوتکو د پلانونکې او جوړونکې او د اور د کنټرولونکې ټېکنالوجۍ لرونکو د ګوتې شمېر څو هېوادونو په قطار کښې راغلے دے.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.