Share/Save/Bookmark

کد مطلب :62741
تاریخ انتشار : يکشنبه 4 وږی 1397 ساعت : 11:49:51

اسیایي اولمپيک سیالۍ: افغان خالد هوتک د برونز مډال وګاټه

په اسیایي اولمپیک سیالیو کې د افغانستان لوبغاړي خالد هوتک په مارشل ارټ یا چینایي کوانګفو کې خپل پاکستاني او لاوسي سیال ته ماتې ورکړه او د برونز مډال یې وګاټه.

په اندونیزیا کې ترسره کېدونکې د ۲۰۱۸م کال اسیایي اولمپیک سیالیو کې خالد هوتک تر دې دمه یوازینی لوبغاړی دی چې افغانستان ته یې مډال وګاټه.

نوموړي په ووشو (Wushu) سیالیو کې لومړی خپل «پاکستاني» او «لاوسي» سیالانو ته ماتې ورکړه، چې د برونز مډال یې وګاټه، د سرو زرو مډال لپاره د چینایي سیال سره د چهارشنبې په ماښام وجنګېد خو بریالی نشو.

خالد هوتک لومړی خپل پاکستانی سیال شا سید مراتب علي په دوه صفر مات کړ، وروسته یې خپل لاوسي سیال ته په ۲-۰ ماتې ورکړه، په همدې ډول یې د سرو زرو مډال لپاره د چینایي سیال سره سیالۍ شوه خو په ۲-۰ یې ماتې وخوړه.

خالد هوتک د خپلې بریا په اړه وایي: زه په خپله لاسته راوړنه ډیر خوښ یم، او هیله لرم چې افغانستان ته به په راتلونکو سیالیو کې نورې لاسته راوړنې هم ولرم.

په اسیایي اولمپیک سیالیو کې چین هېواد تر ټولو مخکې دی چې تر دې دمه یې ۷۲ سرو زرو، ۵۱ د سپينو زرو او ۳۰ برونز مډالونه ګټلي دي، ورپسې د جاپان هېواد دی چې ۳۴ یې د سر زرو، ۳۲ یې د سپینو زرو او ۴۴ یې د برونز مډالونه ګټلي، خو افغانستان تر دې دمه یوازې یو مډال ګټلی دی.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان لخوا په اسیایي اولمپیک سیالیو ۱۸م پړاو کې د ګډون لپاره د افغانستان ورزشي لوبغاړي په بېلا بېلو برخو کې د ۱۹ روزونکو په ګډون ټولټال ۷۹ نارینه او ښځینه لوبغاړي لوبیږي.

افغانستان د سویلي‌ کوریا په کوربه توب په تېر ۲۰۱۴م کال اسیایي اولمپیک سیالیو کې د ۴۷ ګډونوالو افغان‌ لوبغاړو په‌ واسطه یوازې ۲ مډالونه ګټلي وو چې په کرېکټ کې د سپینو زرو او د تکواندو ۶۳ کیلو ګرامه وزن کې د برونز مډال ګټلی و.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.