Share/Save/Bookmark

کد مطلب :62754
تاریخ انتشار : چهار شنبه 7 وږی 1397 ساعت : 12:30:46

په سوریې برید دنړۍ په امنیت او سولې حمله ده

په ملګروملتونو کښې دسوریې دائمی استازی بشار جعفری پرون د ادلب ولایت په اړه د امنیت شورا په غونډه کښې په دې خبرې سره چې ترهګر او دهغوې لویدیځ ملاتړی هیوادونه ځانونه په سوریې کښې د کیمیاوی وسلو د نوی سناریو داجرا لپاره چمتو کوی وویل په سوریې هرډول حمله په نړیوال امنیت او سولې برید دی.

بشار جعفری وویل د  النصره ترهګرې ډلې غړیو د لویدیځو هیوادونو په غږملتیا سره په تیرو څو ورځو کښې د کلورین ګاز (Chlorine)څو پیټی دسوریې په شمال  لویدیځ کښې ادلب ولایت ته انتقال کړی دی چې د خلکو پرضد په کیمیاوی وسلو حملې کښې ترې استفاده وکړی .

په ملګروملتونو کښې د سوریی استازی بشار جعفری وویل ددغه حملې د ترسره کولو هدف له کیمیاوی وسلو په استفادې د سوریې تورنول او په سوریې دبرید لپاره  لویدیځو هیوادونو ته دپلمې برابرول دی .

د روسیې دفاع وزارت هم ویلی دی چې امریکا ، انګلستان او فرانسه ځانونه چمتو کوی په سوریې د کیمیاوی وسلو په چټی پلمې سره حمله وکړی .

دبریتانیا یوه(۱) شرکت ترهګرو ته روزنه ورکړی ده چې د سوریې په ادلب کښې دکیمیاوی ګازونو حمله وکړی چې په دمشق دحملې لپاره پلمه برابره کړی  .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.