Share/Save/Bookmark

کد مطلب :62761
تاریخ انتشار : چهار شنبه 7 وږی 1397 ساعت : 14:01:02

دهالنډ ګستاخانه قدم اود اسلامي نړۍ چوپتيا

دمخه به دامريکا، اسرائيلو،ډنمارک اونورو اسلام د ښمنه هېوادونو لخوا په کال کې يوځل داسلام ستر ‏لارښود حضرت محمد صلى الله عليه وآله وسلم په مبارک شان کې ګستاخانه قدم پورته کيده چې  ١٣کاله ‏د مخه ډنمارک  څو وارې داسلام او مسلمانانو سره د د ښمنۍ قدم پورته او خپله د شيطانت هڅه ېې وکړه خو ‏هغه وخت يواځې اسلامي نړۍ نه بلکې زياتو غيراسلامي هېوادونو هم د ډنمارک مخالفت وکړ چې دا ‏ډول له توهينه ډ ک عمل د مسلم او غيرمسلم هېوادونو ترمنځ د نفرت لار هواروي.‏

دا دې څو کاله وروسته  هالنډ يوځل بيا د اسلام د سترپيغمبرپه شان کې د يوه فلم په جوړولو د ګستاخۍ قدم ‏پورته کړيدى ، د دې قدم په پورته کولو سره که څه هم يوشمير اسلامي هېوادونو خپله فريضه د خپل غږ او ‏مخالفت په صورت کې ترسره  کړه خو څرنګه چې لازمه ده تراوسه يوه اسلامي هېواد هم د شوې ګستاخۍ ‏په مقابل کې عملي لازمي قدم نه دې پورته کړې.‏

اسلام د امن دين دې او هيڅ وخت د کوم بل هېواد، مذهب، قوم او ژبې په مخالفت مسلمانانوته لارښوونه ‏نه کوي او نه ېې کړيده خو هغه چې د  اسلام په مٍقابل کې ګستاخي کوي اسلامۍ نړۍ ېې بايد پرخلاف غږ  ‏پورته او د ګستاخانه هڅو څخه دې لاس لنډي کړي.‏

داسلامي نړۍ، اسلامي امت، اسلامي کنفرانس، نړيوالو هغه ټولنو چې مسلمانان په کې ګډون لري او يا ‏د نورواسلامي هېوادونو لخوا لومړې د هالنډ او بيا دهغو هېوادونو سره چې دمخه ېې داسلام د سترپيغمبر ‏په مبارک شان کې ګستاخې کړې او ياېې اوس دهالنډ سره په ګستاخۍ کې د  نظر يووالې  لري هرډول ‏سفارتي اړيکې ورسره پريکړې  کړل شي.‏

په هر هغه عمل چې د مسلمانانو زړونو ته درد رسيږي يا داسلام په مخالفت د نورې نړۍ سره د مسلمانانو کرکه او نفرت پيداکيږي اسلامي کنفرانس(او،آى،سي) او ټول اسلامي هېوادونه دې د ګستاخو ‏هېوادونو سره سفارتي اړيکې پاى  ته ورسوي او هم دې دهغوې په مقابل کې جدي قدم پورته کړي څو ‏د بيا لپاره داسلام او زمونږ دآخري نبي صلى الله عليه  وآله وسلم پرخلاف ګستاخانه قدم پورته نه کړي.‏

تراوسه پورې به کوم غير مسلم هېواد دا ثابته نه کړي چې اسلامي هېوادونو يا مسلمانانو  د بل غير مسلم ‏هېواد او يا غير مسلمو په مقابل کې دهغوې دمذهب پرخلاف قدم پورته کړې وي، اسلام دعدل، امن، ښه ‏سلوک،نرمۍ او ورولۍ دين دى، دهر مذهب، دين ډلې حق پکې خوندى دى خو يواځې داسرائيلو او امريکا ‏په مشرۍ څو غيرمسلمه او په حقيقت کې د اسلام سرسخت  دښمنه هېوادونه دي چې د مسلمانانو د زړونو د ‏زخمي کولو لپاره کله ناکله دا ډول ګستاخانه قدم پورته  کوي.‏

اسلامي نړۍ بايد دهالنډ او نور ګستاخو هېوادونو په مقابل کې چوپه خوله  پاتې نه شي هغوې بايد په دې پوهه ‏کړي چې مسلمانان د خپل دين او عقيدې دفاع په هر قيمت سره کولاى شي  په داسې قيمت که  ېې په تقابل ‏لاس پورې کړي  بغاري به  ېې د امنيت ترشورا هم ورتيرې شي خو نه هيڅ کله نه اسلام نيکې اوسمې لارې ته د را ‏وستلو او توصېې دين دې چې هالنډ او نور ټول غير اسلامې هېوادونه بايد پرې پوهه شي..


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.