Share/Save/Bookmark

کد مطلب :62766
تاریخ انتشار : جمعه 9 وږی 1397 ساعت : 17:13:16

د مسلمانانو د ګواښونو د ویرې له امله د پیغمبر ص د کارټون سیالۍ لغوه شوه

د هالینډ د پارلمان وکیل ګیرټ ویلډر اعلان کړی وو چې په راتلونکي نومبر میاشت کې به د پیغمبر ص د کارټون سیالۍ کوي.

ویلډر ویلي وو چې یاده سیالۍ کې به ۲۰۰ کسان ګډون کوي او ګټونکي کس ته به ۱۰۰۰۰ ډالره جائزه ورکوي.

تیره شپه نوموړي وکیل اعلان وکړ چې یاده سیالي به د اسلامپالو د ګواښونو له امله لغوه کړي ځکه د هغه ژوند په خطر کې دی او مسلمانانو ورته ګواښونه کړي.

د ویلډر د سیالۍ له اعلان وروسته د افغانستان او پاکستان په ګډون ټولې اسلامي نړی د نوموړي دغه عمل په کلکو ټکو وغندلو او یو شمیر هیوادونو ګواښ وکړ که ویلډر دغه عمل ترسره کړي دوی به له خپلو هیوادونو د هالینډ سفیر وشړي.

طالبانو د یاد وکیل کړنه غندلې وه او پر خپلو ملګرو یې غږ کړی وو چې افغانستان کې میشت هالینډي ځواکونه په نښه کړي.

همدا راز طالبانو پر ملي اردو، پولیسو او نورو امنیتي کړیو هم غږ کړی وو چې یا دې هالینډي عسکر په نښه کړي او یا دې دوی ته د بریدونو لاره چمتو کړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.