Share/Save/Bookmark

کد مطلب :62777
تاریخ انتشار : شنبه 10 وږی 1397 ساعت : 11:02:35

یوه افغان ځوان په هالنډ کې پر خلکو د چاړې ګوزارونه کړي دي

د رسنیو د راپورونو له مخې یوه ۱۹ کلن ځوان په پلازمینه امستردام کې پر عامو وګړو د چاړو ګوزارونه کړي دي. په دغه پېښه کې دوه کسه ټپیان شوي دي. د هالنډ پولیس وايي، دغه پېښه به د یوې ترهګریزې پېښې په توګه وڅېړي. دغه ځوان د هالنډ تابعیت لري خو په اصل کې د افغانستان دی. هغه پر خلکو د چاړې له ګوزارونو وروسته د پولیسو له لوري نیول شوی دی. د امستردام ښار پولیس وايي پېښه به په هر اړخیزه توګه څېړي خو تر دې دمه ددغه پېښې اصلي لامل نه دی په ګوته شوی. دا پېښه داسې مهال کېږي چې په هالنډ کې ځينو سیاسي کړیو په خپلو اقداماتو د اسلامي امت حساسیتونه پارولي دي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.