Share/Save/Bookmark

کد مطلب :62807
تاریخ انتشار : جمعه 16 وږی 1397 ساعت : 11:18:27

په تهران کې درې اړخیزې سرمشریزې ته ډیرې هیلې شته دی

چې دترکیې دولسمشرۍ ماڼۍ بیګا دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، دتهران نننۍ غونډه به چې د ایران د ولسمشر حسن روحانی ، دروسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین اود ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په شتون سره ترسره کیږی، د سورئې د شخړې د دائمی حل لپاره د آستانې د سولې دخبرواترو دبهیر د ډیرو مهمو هڅو برخه شی.

فار س خبری آژانس راپورورکړ دترکیې خارجه وزیر مولود چاووش اوغلو بیګا په تهران کې د ایران داسلامی جمهوریت له خارجه وزیر محمد جواد ظریف سره لیده کاته کړی او د سورئې دوروستیو حالاتو په باب په تهران کې دکیدونکی نننۍ دریمې درې اړخیزې سرمشریزې په باب ئې دنظر تبادله کړې ده.

 وروستی حالات ښئ چې دسورئې وروستی بدلونونه او د دترهه ګرو پرله پسې ماتې د سورئې د ولس او  نظام  په ګټه دی او  له دغو بریاؤ  دامریکا پشمول بلاغواړی  لوری  ئې لالهانده کړی او اوس په دې پسې شوی څو دسورئې په ادلب کې د ترهه ګرو په لاس دکیمیائی وسلو د استفادې سناریو یو ځل بیا تکرار کړی ، څو پر سورئې د امریکا په مشرۍ د تش په نامه داعش ضده ائیتلاف په وسیله دحملې لپاره کومه پلمه ولټوی .

 داپه داسې حال کې دی چې دترکیې  دولسمشرۍ ماڼۍ بیګا دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی،  دتهران نننۍ غونډه به چې د ایران د ولسمشر حسن روحانی، دروسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین  اود ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په شتون سره ترسره کیږی، د سورئې د شخړې د دائمی حل لپاره د آستانې د سولې دخبرواترو دبهیر  د ډیرو مهمو هڅو برخه شی.

 په دغې اعلامیې کې وئیل شوی په دغې غونډې کې به د  څواړخیزو او دوو اړخیزو  ارتباطاتو او دغه راز  په نورو سیمه ایزو او نړیوالو موضوعګانو هم  یوه کتنه وشی .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.