Share/Save/Bookmark

کد مطلب :62815
تاریخ انتشار : جمعه 16 وږی 1397 ساعت : 19:52:14

ایران ، روسیې او ترکیې د سوریې په بشپړتیا ټینګار وکړ

د ایران، د روسیې او دترکیې ولسمشرانو په تهران کښې دسوریې د سولې دغونډې په پاییزې بیانیې کښې د دغه هیواد ځمکنۍ بشپړتیا واکمنۍ او دغه راز د ملګروملتونو د منشور اصولو او هدفونو ته په خپلې پاې بندۍ ټینګار وکړ او ویې ویل ټول ګاونډی هیوادونه باید ددغو اصولو درنښت وکړی .

دایران  ، د روسیې او ترکیې ولسمشرانو حسن روحانی ، ولادیمیر پوتین او رجب طیب اردوغان نن په تهران کښې ددرې اړخیزه غونډې په پاې کښې دترهګرو ډلو د له مینځه وړلو لپاره د ملګرتیا د دوام په اړه په خپلې ارادې ټینګار وکړ .

ددریو (۳)هیوادونو ولسمشرانو د استانه(Astana) دبهیر په بریاو د رضایت په څرګندولو سره د سوریې دکړکیچ دحل یوازنۍ لاره سیاسی بهیر او خبرې اترې وبللې او ډاګینه یې کړه د سوریې کړکیچ پوځی حل لاره نلری .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.