Share/Save/Bookmark

کد مطلب :62816
تاریخ انتشار : جمعه 16 وږی 1397 ساعت : 19:57:20

په تهران کښې د ایران ، دروسیې او د ترکیې غونډه

تهران نن د سوریې د کړکیج دحل په بهیر کښې د دریو(۳) مهمو هیوادونویعنی دایران د اسلامی جمهوریت د روسیې او د ترکیې د ولسمشرانو د دغونډې کوربه دی .

داسلامی ایران ، د روسیې او د ترکیې ولسمشران نن په داسې حال کښې د سوریې په اړه په ورستیو بدلونونو غور کوی چې سوریه له ترهګرۍ سره دمبارزې په لاره کښې نهایی ګام پورته کوی او ددغه هیواد کړکیچ د سیاسی پړاو په لور روان دی .

دتهران درې اړخیزه غونډه په داسې حال کښې کیږی چې دسوریې په شمال لویدیځ کښې ادلب(Idlib) ولایت یوازنۍ سیمه ده چې هلته اوس هم وسله وال ټروریسټان او ډلې شته .

له ترهګرو سره په جنګ کښې د سوریې دپوځ بریالیتوب او ورسره ددغه هیواد دسیاسی بهیر پرمخ بیول د ایران د  روسیې او د ترکیې د ملګرتیا کارندوالی ښیی چې د قزاقستان دپلازمینې  استانه (Astana)د بهیر په چوکاټ کښې معنا پیدا کوی .

نن ورځ چې د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی ، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په تهران  کښې  سره غونډه کوی د سوریې جنګ خپل اخری پړاو کچ کوی او اوس د ټولو خلکو سترګې یوازې د ادلب  ولایت د ازادولو عملیاتو ته اوښتی دی .

ادلب ولایت ته  له ترهګرو سره د جنګ محدودیدل د استانه(Astana) د بهیر نتیجه ده چې دجنګ له بحث سره یوځاې یې په سوریې کښې سیاسی بهیر هم مخ ته بیولی دی .

په سوریې کښې د داعش د ترهګرې ډلې د کار دپاې ته رسیدا اعلان او له ترهګرو او نورو وسله والو ډلو د سوریې د مهمو سیمو د پاکولو  او ادلب ولایت ته دهغوې د انتقالولو لپاره د تاوتریخوالی دکمولو د سیمو جوړول دسوریې د کړکیچ د حل کولو لپاره  د ایران د روسیې او د ترکیې د دریو(۳) هیوادونو د اهمیت ښودنه کوی چې ولسمشران یې نن په تهران  کښې دترټولو  حساس حالت په اړه مشوره کوی چې له جنګ وروسته د سوریې د راتلونکی لپاره پلانونه(Planning) وکړی .

په بل عبارت ویلی شو د استانه په بهیر سره سوریه توانیدلی ده له ترهګرو سره د جنګ په مدیریت سره اوس له پوځی پړاو څخه دسیاسی پړاو په لور حرکت وکړی .

په همدې زمینه کښې د ایران د بهرنیو چارو دوزیر دسیاسی چارو مرستیال عباس عراقچی وویل د تاوتریخوالی له کمولو او ترهګرۍ سره په مبارزې کښې د ایران ، د روسیې او د ترکیې د ولسمشرانو په ګډون سره د استانه(Astana) بهیر ښه پرمختګونه لرلی دی .

عراقچی په دې خبرې سره چې همدا اوس د سوریې بدلونونه حساسو پړاونو ته نږدی کیږی وویل د دمشق له حکومت سره د ایران د روسیې او دترکیې په ملګرتیا سره دسوریې په اکثرو سیمو  کښې ترهګر له مینځه ولاړل او پاتې ترهګر هم ادلب ولایت ته تللی دی .

د لویدیځې اسیا د مسائیلو مشهور کارپیژاند کاظمی قمی د استانه د بهیر  او دتهران ددرې اړخیزه غونډې د اهمیت په اړه وویل  نن سبا په سوریې کښې فضا له یوې(۱) امنیتې فضا څخه یوې سیاسی ، امنیتی او انسانی فضا ته بدله شوی ده او دسوریې حکومت د سولې د ضمانت کونکو هیوادونو په ملاتړ سره بریالی شوی د ترهګرۍ او د نیواکګرۍ په وړاندې بریالیتوب ته ورسیږی .

ددغه بریالیتوب اهمیت هغه وخت زیاتیږی چې نن سبا یوازې د سوریې ادلب ولایت د ترهګرو په نیواک کښې دی او په دې زمینه کښې دامریکا په مشرۍ د لویدیځو هیوادونو شورماشور په سوریې کښې د سولې د ضمانت کونکو دریو(۳) هیوادونو یعنی د ایران ، روسیې او د ترکیې دملګرتیا د کارندوالی ښودنه کوی .

دایران ، د روسیې او د ترکیې ملګرتیا په سوریې کښې  ترټولو بریالۍ سیمه ییزه ملګرتیا ده او هغه  د جینیوا د بهیر په مقابل کښې ده چې لویدیځو هیوادونو د ملګروملتونو په ملګرتیا سره پلان کړی دی  .

د جینیوا دبهیر اصلی لوبغاړی لویدیځوال دی چې دسوریې د کړکیچ د حل  لپاره ښه نیت نلری او د ادلب ولایت د ازادولو د عملیاتو په درشل کښې د سناریو جوړول ددغه بهیر د دوه ګوڼه کړچار ښودنه کوی .

دامریکا نظریه وړاندې کونکی او لیکوال اسټیفن لینډمین په ګلوبل ریسرچ(global research) اینټرنیټ پاڼې کښې په یوې(۱) مقالې کښې لیکلی دی دسوریې په شمال لویدیځ کښ ادلب ولایت له ترکیې سره سرحد لری او جبهه النصره ترهګره ډله د امریکا تر ملاتړ او القاعده ته اړونده دنورو ترهګرو ډلو په ملاتړ سره دسوریې دخاورې دغه برخه په کنټرول کښې لری .

دغه حالت ته په پام سره د رغنده ملګرتیا هغه بیلګه چې اوس یې سوریه ترهګرو ته  په کامل ډول دماتی د ورکولو  په درشل کښې وروستلی ده د سوریې په اړه د ایران ، د روسیې او د ترکیې دملګرتیا بیلګه ده چې نن سبا د لویدیځو هیوادونو د تبلیغاتی او پروپاګنډیز جنګ په اوج کښې په تهران کښې دسوریې د راتلونکی او په ادلب ولایت کښې له ترهګرو سره د مبارزې د نهایی ګام په اړه خبرې اترې کوی چې هم په ادلب او هم په سیاسی ډګر کښې د راتلونکو معادلاتو حرکتونه او اړخونه معلوم شی .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.