Share/Save/Bookmark

کد مطلب :62824
تاریخ انتشار : شنبه 17 وږی 1397 ساعت : 17:25:00

اروپایی اتحادیې د اسرائیلو له سیاست سره مخالفت وښود

د اروپایی اتحادیې دبهرنی سیاست مشرې میرمن فیډریکا موګرینی دفلسطینیانو دکورونو په ورانولو کښې د صهیونیسټ رژیم د اقداماتو دبندولو غوښتنه وکړه.

هغه نن په اسرائیلو غږ وکړ دنیواکی قدس په ختیځ کښې د خان الاحمر د فلسطینی کلی ورانول بند کړی .

موګرینی دصهیونیسټ رژیم په محکمې کښې د فلسطین د خان الاحمر کلی د ورانولو د حکم تصویبیدا ته غبرګون وښود او په یوې(۱) بیانیې کښې یې وویل دغه محکمې د اسرائیلو درژیم مشرانو ته اجازه ورکړی ده چې له پروګرام سره سم د خان الاحمر کلی ورانول مخ ته بوځی .

اروپایی اتحادیې او دهغې غړو هیوادونو په ځلونو داسرائیلو د ښارګی جوړولو له سیاست چې دنړیوالو قوانینو پراساس غیر قانونی دی او دفلسطینی سیمو د خلکو  په زوره د انتقالولو  د احتمال او د فلسطینی ټولنو د ورانولو په شمول په دې زمینه کښې له ترسره شویو اقداماتو سره خپل مخالفت اعلان کړی دی .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.