Share/Save/Bookmark

کد مطلب :62842
تاریخ انتشار : چهار شنبه 21 وږی 1397 ساعت : 20:09:53

د افغانستان او هند ترمنځ د تجارت او پانګونې دوهم نندارتون په ممبي ښار کې پیل شو

د افغانستان او هند ترمنځ د تجارت او پانګونې دوهم نندارتون نن د هند په ممبي ښار کې پیل شو او د سپټمبر تر ۱۵ مې نیټې پورې به دوام وکړي.

د “بریالیتوب د لارې“ په نوم د دې نندارتون په پرانیست کې غونډه د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس هم ګډون کړی دی.

هغه وویل، چې ملي یووالي حکومت د تجارت او مالي اسانتیاو ته د لاسرسي په موخه پراخ اصلاحات راوستلي دي او د سوداګرو او خصوصي سکټور غوښتنو ته رسېدګي کوي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه، چې افغانستان د منځنی او جنوبي اسیا ترمنځ د یو ارتباطي پل په حیث د ترانسپورت، انرژي او نورو برخو کې یو مهم رول لوبولای شي.

د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس وویل، چې حکومت ژمن دی چې له پانګوالو او افغان او بهرنیو تاجرانو سره مرسته وکړي.

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس تردې مخکې ویلي و چې د امریکا متحده ایالتونو حکومت غواړي افغانستان ته نور پانګونه راجلب کړي.

د ښاغلي بس په وینا، د افغانستان او هند ترمنځ د تجارت او پانګوني د لومړی نندارتون په نتیجه کې د ۲۷ میلیونه ډالرو په ارزښت قراردادونه لاسلیک شوي وو.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.