Share/Save/Bookmark

کد مطلب :62864
تاریخ انتشار : دوشنبه 26 وږی 1397 ساعت : 12:28:51

عمران خان وایي افغان کډوالو ته پاکستاني پاسپورټونه ورکوي

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وایي په پاکستان کې مېشتو افغان او بنګالي کډوالو ته پاکستاني پاسپورټونه او پېژند پاڼې ورکوي.

نوموړی پرون په کراچي ښار کې اعلان وکړ چې پاکستاني پاسپورټونه او پېژندپاڼې هغو کډوالو ته ورکړل شي چې په پاکستان کې زیږېدلي او له کلونو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي.

هغه زیاته کړه، چې په پاکستان کې مېشت افغان او بنګالي کډوال له هر څخه محرومه پاتې شوي او د مجبوری له کبله د جورمونو لور ته ځي.

د ښاغلي عمران خان په وینا، هر هېواد کې زېږېدونکی ماشوم حق لري چې د هماغه هېواد تابعیت ولري او ټینګار یې وکړ چې اسلام اباد تته له ستنېدو وروسته به د افغان او بنګالي کډوالو پر پاسپورټونو او پېژندپاڼو کار پیل شي.

د راپورونو له مخې، په پاکستان کې تر ۲ میلیونه زیات افغان کډوال مېشت دي چې له ډلې څخه شاوخوا یو نیم میلیون کډوال په قانوني توګه ژوند کوي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.