Share/Save/Bookmark

کد مطلب :62878
تاریخ انتشار : جمعه 30 وږی 1397 ساعت : 08:53:59

دپيړۍ دمعاملې دپلان په وړاندې دفلسطیني ملت بشپړملاتړکوو

د لبنا ن دحزب ا...ولسی غورځنګ عمومی منشی په یمن کې د آل سعود رژیم جنایتونو او دد غه هیواد دخلکو مظلومیّت ته په اشارې سره، پر درستو مسلمانو اوعربی هیوادونو غږ کړی، چې د یمن د مظلوم ولس په ضد دسعودی عربستان دتیریو په وړاندې دې چپتیا نه کوی.

د لبنان د حزب ا...ولسی غورځنګ عمومی منشی سید حسن نصر ا.... بیګا په هغې وینا کې چې د لبنان د بیروت په جنوبی سیمو کې د لکونو حسینی عزادارو لپاره په ویډیوئی کنفرانس کې  خپرې شوی، ووئیل، صهونیسټان پوهیږی، چې د مقاومت چورلیز لازیات قدرتمند اوپیاوړی شوی دی او  نوی هیوادونه او ملتونه  له صهونیستی دښمن سره دمبارزې له لړۍ سره یو ځای شوی دی.

 د لبنا ن دحزب ا...ولسی غورځنګ عمومی منشی  په یمن کې د آل سعود رژیم جنایتونو او دد غه هیواد  دخلکو مظلومیّت ته په اشارې سره، پر درستو مسلمانو اوعربی هیوادونو غږ کړی، چې د یمن  د مظلوم ولس په ضد دسعودی عربستان دتیریو په وړاندې دې چپتیا نه کوی.

 هغه همدرااز دایران له ملت او حکومت سره  خپل پیوستون اعلان کړ او وې وئیل،  ایران کلابند او بندیزوه پرې لګول کیږی،، ځکه چې  اسلام ته پابند دی او نه غواړی، د امریکا سرزوریو ته تسلیم شی څو دهغوی شتمنۍ او سرچینې لوت او چورتالان شی.

 حسن نصر ا... په دوام کې ووئیل، ایران تل د نړۍ د مستضعفوملتونو،دلبنان  د ولس او دغه راز د فلسطین د ملت ترڅنګ دریدلی او لومړنۍ هیواد ؤ چې کله  داعشی تکفیریانو  عراق ونیوۀ، نو دعراقیانو چغې ته ئې لبیک وئیلی او  د سورئې  دبحران له هماغه پیله هم د دغه هیواد د ولس اوحکومت تر څنګ ولاړ دی او له ترهه ګرۍ سره ئې مبارزه کړې ده.

  دحزب ا... ولسی غورځنګ عمومی منشی ووئیل، اسرائیل په سیمې کې له جنګ په تیره بیا له لبنان سره له هر ډول ښکلیدا ویره لری، ځکه  چې د صهونیستی دښةن کمزوری ټکی زیات شوی او دغه رژیم ښه پوهیږی،  هر ډول جنګ به دهغو لپاره ډیرې خطرناکې پایلې ولری.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.