Share/Save/Bookmark

کد مطلب :62923
تاریخ انتشار : يکشنبه 8 تله 1397 ساعت : 15:49:47

قریشي افغانستان د نړۍ لویو هېوادونو د تېروتنو قرباني بولي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې وايي افغانستان او پاکستان د نړۍ لویو ځواکونو د د تېروتنو او همداراز د دې هېوادونو ترمنځ د اختلافونو له کبله زیان لیدلی دی.

ښاغلی قریشي په دې باور دی چې افغانستان کې جګړه یوازې د خبرو اترو له لارې پای ته رسېدی شي.

هغه د ملګرو ملتونو په درې اویایمې ناستې کې وویل:«افغانستان سره له پاکستانه د نړۍ والو ځواکمنو لوبغاړو له لاسه چې سټراټیژیکې تېروتنې یې کړې دي او همداراز د دغو هېوادونو د اختلافونو له کبله درانه زیانونونه لیدلي دي. په افغانستان کې د جګړې لپاره هیڅ پوځي حل لاره نشته. پاکستان به د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له بهیره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.»

هغه د سولې اویووالي لپاره  د کابل او واشنګټن د دوه اړخیزوهوکړو د عملي کیدو خبر ورکوي.

ښاغلی قریشي وړاندې وايي:«د دوه اړخیزو اړیکو له پلوه افغانستان او پاکستان د سولې او یوالي لپاره د عمل اقدام عملي کړی دی. دا پروګرام به د دواړو هېوادونو تر منځ د پراخ مشارکت لاره اواره کړي.»

خو د هند د بهرنیو چارو وزیره د ملګرو ملتونو د سازمان عمومي غونډې ته په خپلې وینا کې په پاکستان کې د ترهګرو امنو پټن ځایونو ته په پام سره وايي چې پاکستان لا هم  له ترهګرو نه د بهرني سیاست د اوزارو په توګه کار اخلي.

سوسما سوارج وویل:«ترهګرۍ ته د بهرني سیاست د وسیلې په توګه د پاکستان په ژمنتیا کې لا هم بدلون نه دی راغلی .د سپټمبر د یولسمې د بریدونو قاتلان خپل برخلیک ته ورسیدل، خو د ممبيي د دوه زرو اتم کال د بریدونو اصلي پلانوونکی یعني حافظ سعید لا هم د پاکستان په واټونو کې په آزاده توګه ګرځي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د پنجشنبه په ورځ له الجزیزې ټلویزیون سره په مرکه کې اعتراف وکړ چې د پاکستان د ملي ګټو د ساتلو لپاره یې له طالبانو ملاتړ کړی دی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.