Share/Save/Bookmark

کد مطلب :62936
تاریخ انتشار : چهار شنبه 11 تله 1397 ساعت : 10:25:02

امریکا به د خپلوتیروتنو زیات لګښت ورکړی

د روسیې دبهرنیو چارو دوزارت ویاندې میرمن ماریا زاخارووا د واشنګټن لخوا د وارمخکې حملې ګواښ ته په غبرګون کښې وویل دامریکا خارجه وزارت به د خپلو غلطیانو د پایلو د احیا او جبرانولو لپاره زیات لګښت ورکړی.

په ناټو کښې د امریکا سفیرې  کی بیلی هاچیسون (Kay Bailey Hutchison)پرون  ویلی وو روسیه باید د کروز توغندیو پټ تولید بند کړی ګڼی واشنګټن ددغو توغندیو له عملیاتی کیدا وړاندې هغه له مینځه وړی.

د روسیې د باندنیو چارو د وزارت ویاندې میرمن ماریا زاخارووا وویل  د   ناټو ځینې غړی د نورو هیوادونو پرضد د غلیمانه څرګندونو خطر او دخپل مسولیت درجه نه درک کوی او داسې ښکاری چې دغه هیوادونه دخپل مسولیت له سویې نه دی خبر.

هغې وویل ایا د امریکا خلک خبر دی چې ددغه هیواد ډیپلوماټان  چې معاشونه یې د خلکو له بودجې ورکول کیږی د روسیې پرضد غلیمانه او ورانونکو اقداماتو ته دوام ورکوی.؟


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.