Share/Save/Bookmark

کد مطلب :62943
تاریخ انتشار : جمعه 13 تله 1397 ساعت : 19:52:12

د ایران ملت به امریکاته بله درنده څپیړه هم ورکړی

ان شاءا.... تاسو ځوانان به په هغو بیلابیلو ډګرونو کې چې په وړاندې ئې لرۍ هم بریالی شئ. داسلامی انقلاب معظم لارښود پخپلې ولولناکې وینا کې وفرمائیل ؛ له عاشورا وروسته ډیرې مهمې شپې ورځې دی او دا په حقیقت کې دزینبی حماسې شپې ورځې دی چې تاسو ټولو لبیک یا زینب په شعار سره غواړئ زینبی کردار اداکړئ چې حتما به بریالی شئ.

زمونږخبریال راپور راکړ داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی امام خامنه ای پرون دتهران په آزادۍ سټیډیم کې دلسګونو زره بسیجیانو په ولولناکې غونډې کې په خپلې وینا کې وفرمائیل؛دغې سترې غونډې او ولولناکو لسګونو زروبسیجی ځوانانو دغه جذبه او ولوله د شپیتمې لسیزې دهغې ولولناکې غونډې یاد تازه کړی ، چې په همدغه سټیډیم کې ځوانان راغونډ شوی وو او خپل قدرت او اقتدار ئې د طاغوت په مخ په څپیړې وهلو سره نندارې ته وړاندې کړی ؤ او ان شاءا.... تاسو ځوانان به په هغو بیلابیلو ډګرونو کې چې په وړاندې ئې لرۍ هم بریالی شئ.

داسلامی انقلاب معظم لارښود پخپلې ولولناکې وینا کې وفرمائیل ؛ له عاشورا وروسته ډیرې مهمې شپې ورځې دی او دا په حقیقت کې دزینبی حماسې شپې ورځې دی چې تاسو ټولو لبیک یا زینب په شعار سره غواړئ زینبی کردار اداکړئ چې حتما به بریالی شئ

حضرت آیت ا... العظمی امام خامنه ای همدرااز ددې خبرې په کولو سره چې امریکایان په چټی خیالاتو سره دایران د حالاتو او د خپل قدرت د بشپړ اپوټه انځورونې په لټه کې دی ، زیاته کړې ، دهیواد ملت اقتصادی بندیزونه له ماتې سره مخامخ کولی شی او دخداوندمتعال په قدرت اوحول و قوه الهی سره به بندیزونه ناکام کړو او دبندیزونو ناکامی ، د امریکا د ناکامۍ په معنا دی او امریکا باید په دغې ماتې سره دایران د ملت په لاس یوه بله څپیړه وخوری .

داسلامی انقلاب معظم لارښود دامریکا لیبرل ډیموکراسۍ شرمیدا او په دنیا کې پر هغو دنیوکو دودیدا ته په ا شارې سره وفرمائیل ؛ په همدې دلیل ده چې امریکا په ډیرو مالی توانمنیو او پرمختللو ټیکنالوجیو او ایټمی قدرت درلودلو سره سره ، د عراق ، سورئې ، لبنان، پاکستان او افغانستان په څیر په ډیرو سیمو کې ماته خوړلې او نوره ماتې او ناکامۍ هم دامریکا په تمه دی .

دوی همداراز د امریکا د ولسمشر زړه خوشالول ، دایران دملت او اسلامی انقلاب او د دغه ملت د انقلابی او ایمانی روحیې د نتیجې نه منل وبلل او ټینګار ئې وکړ ، دغه غلط تحلیل، په تیرو څلویښتو کلونو کې د امریکایانو دګمراهۍ لامل شوی چې باید په دې دلیل د خداوندمتعال شکر اومنندوی ووسو ، چې دایران دملت دښمنان ئې نادان او احمقان ګرځولی دی .

حضرت آیت ا... العظمی امام خامنه ای همداراز په دې په ټینګار سره چې داستکبار موخه ، دایران د اسلامی اقتدار عناصرو ته ګوزار ورکول دی ، ووئیل ، ټولنیز ثبات او دوام ئې ،ملی وحدت او امنیت، داسلامی انقلاب اصولو او اساس ته پابندی ، دعلمی پراختیا د مخ په وده پرمختګ دحرکت دوام ، داسلامی اوانقلابی کلتور ژورتیا او پراختیا،دفاعی او توغندوی پرمختګ او په سیمې کې د شتون پراختیا ، داسلامی جمهوری اقتدار عناصر دی او دښمنان دقدرت دغو عناصرو ته په ګوزار ورکولو پسې دی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.