Share/Save/Bookmark

کد مطلب :62944
تاریخ انتشار : جمعه 13 تله 1397 ساعت : 19:53:22

هند له روسیې توغندوی سیسټم واخیست

د هغه تړون پراساس چې د هند لومړی وزیر ناریندرا مودی او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په نوی ډیلی کښې لاسلیک کړ ټاکل شوی ده چې دواړه هیوادونه د ات(۸) میلیارډو ډالرو په ارزښت دفاعی تړونونه لاسلیک کړی .

په دغو دفاعی تړونونو کښې په ایس څلور سوه ډوله توغندوی سیسټم سربیره ، څلور (۴)نوی جنګۍ کشتۍ چې ارزښت یې دوه اعشاریه دوه میلیارډه ډالره کیږی او دغه راز د متوسطو هیلی کوپټرو اخیستل چې ارزښت یې یو اعشاریه یو میلیارډه ډالره کیږی شامل دی .

ویل کیږی چې هند د پینځه اعشاریه درې څلویښت میلیارډه ډالرو په ارزښت له روسیې څخه د ایس څلورسوه ډوله توغندوی سیسټم هم  واخیست .

دغه تړون د امریکا له ګواښونو سره سره چې هیوادونو ته یې له روسیې سره دسترو او تجارتی مهمو تړونو په اړه ورکړی دی د نوی ډیلی او د ماسکو ترمینځ لاسلیک شوی .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.