Share/Save/Bookmark

کد مطلب :62949
تاریخ انتشار : يکشنبه 15 تله 1397 ساعت : 12:00:13

امریکا د داعش ډلې غړی بل ځاې ته بیولی دی

د سوریې رسنیو بیګا راپور ورکړ دامریکا په مشرۍ د داعش پرضد دتش په نامه ائتلاف دسوریې په ختیځ کښې د دیرالزور په جنوب

دسوریې رسنیو وویل د امریکا د ائتلاف هیلی کوپټرو د داعش دترهګرې ډلې د انتقالولو کار ترسره کړ .

د داعش ترهګرې ډلې دغه غړی چې اکثره یې ژوبل وو دامریکا هیلی کوپټرو نامعلوم ځاې ته بیولی دی .

د سوریې الشعفه (al-Shafa)ښارګی د داعش ترهګرې ډلې په نیواک کښې دی .

دامریکا ائتلاف تراوسه په ځلونو په سوریې کښې له ترهګرو ډلو سره مرستې کړی دی .

د سوریې ولسمشر بشار اسد هم څه موده مخکې ویلی وو دامریکا ائتلاف عملا د داعش ترهګرې ډلې په هوایی ځواک  بدل شوی دی .

امریکا ، سعودی عربستان، بریتانیا ، متحده عربی امارات، فرانسه ، اردن ، بحرین ، کویت ، اسرائیل او نور عرب او اروپایی هیوادونه دداعش ډلې اصلی جوړونکی او ورسره مالی او پوځی مرسته کونکی هیوادونه دی .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.