Share/Save/Bookmark

کد مطلب :62950
تاریخ انتشار : يکشنبه 15 تله 1397 ساعت : 12:01:22

سعودی عربستان نیوکه کونکی خبریال وژلی

د قطر الجزیرې ټیلی ویژن نن سهار وختی د ترکیې د استنبول په یوې سیمې کښې د سعودی عربستان په ال سعود رژیم دیوه نیوکه کونکی خبریال او لیکوال جمال خاشقجی د مړی د پیدا کیدا خبر ورکړ .

الجزیرې ټیلی ویژن وویل د سعودی عربستان دغه خبریال او لیکوال له وژل کیدا مخکې په استنبول کښې د عربستان  د کنسولګرۍ چارواکو سخت شکنجه کړی او وهلی ټکولی وو .

رویټرز خبری اژانس هم د ترکیې د دوو(۲) سرچینو په قول وویل ترکیه باوری ده چې د عربستان دغه خبریال او لیکوال په استنبول کښې د سعودی عربستان په کنسولګرۍ کښې وژل شوی دی .

د ترکیې یوه(۱) چارواکی وویل د پولیسو راپور وایې چې دسعودی عربستان په حکومت دغه نیوکه کونکی خبریال او لیکوال په استنبول کښې دعربستان په کنسولګرۍ کښې وژل شوی او وروسته یې مړی له کنسولګرۍ بهر ایستل شوی دی .

دترکیې دغه چارواکی  چې غوښتل نوم یې په ډاګه نشی وویل د پولیسو په نظر عربستان له مخکې څخه  د خاشقچی د وژلې پلان جوړ کړی وو.

خاشقجی په تیرې سه شنبې ورځ دترکیې په استنبول کښې د عربستان کنسولګرۍ ته له ورننوتلو وروسته بې درکه شوی وو .

دبښنې نړیوالې موسسې نن وویل د جمال خاشقجی د وژلو معنا دا ده چې نیوکه کونکی حتی له عربستان بهر هم د ژوند امنیت نلری .

نوی خبر وايي چې د سعودي عربستان پینځلس حکومتي چارواکي په تیرې سې شنبې ورځ ترکیې ته ورغلي وو او په استنبول کښې  په خپلې کنسولګرۍ کښې د نیوکه کونکي خبریال او لیکوال جمال خاشقجي له وژلو وروسته سمدستي له دغه هیواد څخه تللي دي .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.