Share/Save/Bookmark

کد مطلب :62958
تاریخ انتشار : سه شنبه 17 تله 1397 ساعت : 13:28:48

زلمي خلیلزاد پاکستان ته ورسېد

د افغانستان د سولې او پخلاینې په برخه کې د امریکا متحده ایالتونو ځانګړی استازی زلمي خلیزاد نن د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد ښار ته ورسېد.
ټاکل شوې چې ښاغلي خلیلزاد له پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرې وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصلی ویلي، چې ښاغلي خلیلزاد د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له منشې تهمینه جنجوا سره کتلی دی.
ښاغلي فیصل زیاته کړه، چې د ښاغلي خلیلزاد په مشری امریکایي پلاوي به نن د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره لیده کاته ولري.
د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت او د امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ میلر هم په دغه سفر کې له ښاغلي خلیلزاد سره ملتیا کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تردې مخکې ویلي و، چې په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره ښاغلي خلیلزاد به د افغانستان او پاکستان په ګډون متحده عربي اماراتو، قطر او سعودي عربستان ته هم سفرونه ولري.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.