Share/Save/Bookmark

کد مطلب :62964
تاریخ انتشار : پنج شنبه 19 تله 1397 ساعت : 10:33:32

بې پولې ټوریسټانو هم د خبریال جمال خاشقجی په باب دپلټنو غوښتنه وکړه

د خاشقجی د بې درکه کیدا په ورځ له ترکیې دسعودی عربستان پنځلس امنیتی ماموران وتلی او داستانبول د آتاتورک هوائی ډګر ا منیتی مامورانو هم دهغوی بکسې په معمولی ډول کنټرو ل کړی څو له کوم شک سره مخامخ نشی. داپه داسې حال کې دی چې د ترکیې ځینو رسندویو د دغو سعودی استخباراتی مامورانو تصویرونه اوکلیپونه هم خپرۀ کړی دی.

فرانس پریس آژانس راپورورکړ دبې پولې ټوریسټانو ټولنې په ترکیې کې د سعودی عربستان د کرکتونکی خبریال جمال خاشقجی د برخلیک دټاکنې لپاره دنړیولو خپلواکه څیړنو غوښتنه کړې.

 دبې پولې ټوریسټانو ټولنې پرون ناوخته دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، دغه ټولنه پر آل سعود رژیم دنیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی دبرخلیک لپاره دبې پلوه اوخپلواکه څیړنو دسملاسی پیلولو غوښتنه کوی او له ترکیې اوعربستانه غواړی ، په دې باب دې له یوه بل سره ملګرتیا وکړی او د ټولو لپاره دې دڅیړنو نتیجې اعلان کړی.

 داپه داسې حال کې دی چې دترکیې،ترک خبرانټرنیټی سایټ یوه لیکوال ګونتاشیمشک وئیلی دی،دسعودی عربستان د ایس پی اې هوائی شرکت دوې الوتکې داکتوبر په دوهمه نیټه د استانبول په هوائی ډګر کیښناستلی او ځینی مخ پټی کسان جې جاسوسان ښودل کیږی ورځینی پلی شوی وو. البته په هغو کې په یوې الوتکې کې یوازې له پیلوټ پرته بل څوک نه وو ، او په بلې الوتکې کې نهه کسان سوارۀ وو چې ټول د عربستان داستخباراتی ادارو ماموران وو.

 هغه وئیلی د خاشقجی د بې درکه کیدا په ورځ له ترکیې دسعودی عربستان پنځلس امنیتی ماموران وتلی او داستانبول د آتاتورک هوائی ډګر ا منیتی مامورانو هم دهغوی بکسې په معمولی ډول کنټرو ل کړی څو له کوم شک سره مخامخ نشی. داپه داسې حال کې دی چې د ترکیې ځینو رسندویو د دغو سعودی استخباراتی مامورانو تصویرونه اوکلیپونه هم خپرۀ کړی دی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.