Share/Save/Bookmark

کد مطلب :62966
تاریخ انتشار : پنج شنبه 19 تله 1397 ساعت : 11:22:35

د فوټبال په غوره لیګ سیالیو کې د اباسین څپي سپین غر بازانو ته ماتې ورکړه

د افغانستان د فوټبال غوره سیالیو په لړ کې درېیمه لوبه تېره ماښام د اباسين څپي او د سپین غر بازانو لوبډلو ترمنځ په کابل کې ترسره شوه.

د افغانستان د فوټبال فډراسیون په وینا، د تیرې ورځې په لوبه کې د اباسين څپي لوبډله د سپین غر بازانو ته د ۳-۲ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه.

زین الدین شریفي او عبیدالله افصلي د اباسين څپي لپاره ګولونه ووهل او هدایت الله قریشی او شیر علي لعلي د سپین غر بازانو لپاره ګولونه ووهل.

عبیدالله افضلي د اباسين څپي لوبډلې لوبغاړی د ۲ ګولونو په وهلو سره غوره ګول وهونکی وټاکل شو.

د یادونې وړ ده چې د غوره سیالیو په لړ کې دوهمه لوبه د دوشنبې په ورځ د میوند اتلانو او د عقابان هندوکش ترمنځه ترسره شوه، چې د ۲-۰ ګولونو په توپیر د میوند اتلانو په ګټه پای ته ورسېده.

 تر دې مخکې د شاهین اسمایي لوبډله موج های امو ته ۲-۰ ماتې ورکړې وه.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.