Share/Save/Bookmark

کد مطلب :62968
تاریخ انتشار : پنج شنبه 19 تله 1397 ساعت : 11:25:55

یوې افغانې نجلی د المپیک په نړیواله کمېټه کې د غړې په توګه وټاکل شوه

د افغانستان د نجونو باسکټبال د ملي لوبډلې یوې غړې د المپیک په نړیواله کمېته کې د غړې په توګه ټاکل شوې ده.

د راپورونو له مخې، ۲۴ کلنه سمیرا اصغري د سې شنبې په ورځ د المپیک د نړیوالې کمېټې غړیتوب ترلاسه کړ.

د المپیک د نړیوالې کمېټې رئیس توماس باخ وویل، چې سمیرا اصغري په افغانستان کې د ښځینه وو ورزش د دودلو هڅې کوي او په دې برخه کې یې ډیره ښه ځلېدلې ده.

دا لومړی ځل دی چې یوې افغانې نجلی د المپیک د نړیوالې کمېټې غړیتوب ترلاسه کوي.

د فرانسې د خبرې اژانس له مخې، د افغانې نجلی سمیرا اصغري په ګډون نهه کسان د سې شنبې په ورځ د المپیک د نړیوالې کمېتې غړیتوب ترلاسه کړل.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.