Share/Save/Bookmark

کد مطلب :62971
تاریخ انتشار : پنج شنبه 19 تله 1397 ساعت : 13:00:53

خليلزاد د افغان سولې په اړه د سعودي وليعهد سره ليدلي

د افغانستان سولې او بيا پخلاينې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د سعودي وليعهد محمد بن سلمان سره د افغانستان روانو حالاتو او سولې په اړه خبرې کړي دي.

عربي رسنۍ وايي، چې د سعودي په پلازمېنې رياض کې د خلیلزاد او بن سلمان د ناستې پر مهال د افغانستان سولې او سيمې د امنيت په اړه خبرې شوي دي.

ويل کيږي، چې خليلزاد د افغانستان سولې په اړه د سعودي د هڅو ستاينه کړې او غوښتنه يې کړې، چې په دې اړه نورې هڅې هم وکړي.

په دغه ناسته کې د سعودي د بهرنيو چارو وزير عادل الجبیر، د استخباراتو مرستيال احمد بن حسن عسيري، په سعودي کې د امريکايي سفارت شارزدافير کريسټوفر هينزل په ګډون د دواړو هېوادونو يو شمېر لوړپوو چارواکو ګډون درلود.

له سعودي وړاندې زلمی خليلزاد اسلام اباد ته په دوه ورځني سفر تللی و، هلته يې له پاکستاني  چارواکو سره د سولې په اړه خبرې کړې وې او له پاکستانه يې غوښتي و، چې د سولې پروسه کې رښتينې هڅې وکړي او پاکستان هم ډاډ ورکړی، چې د افغانستان سولې په اړه هر اړخيزه مرسته کوي.

امریکا هيله منه ده، چې زلمی خليلزاد به د افغانستان د سولې بندې لارې په پرانيستو وتوانيږي او له همدې امله يې د افغانستان سولې لپاره د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی سلاکار ټاکلی دی، خو تر اوسه دا نه ده روښانه، چې خليلزاد به  په خپل ماموريت کې بريالی شي که نه.

طالبان ټينګار کوي، چې امریکا دې د  روانې کشالې د پای ته رسولو لپاره له دوی سره مخامخ خبرې وکړي او خپل پوځيان دې له افغانستانه وباسي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.