Share/Save/Bookmark

کد مطلب :62981
تاریخ انتشار : شنبه 21 تله 1397 ساعت : 13:19:03

د فوټبال په غوره لیګ سیالیو کې طوفان هریرود د میوند اتلانو ته ۳-۰ ماتې ورکړه

د افغانستان و فوټبال غوره لیګ سیالیو په لړ کې د طوفانو هریرود لوبډله د میوند اتلانو لوبډلې ته ۳-۰ ماتې ورکړه.

د لوبې په ۱۸ مه دقیقه کې د طوفان هریرود لوبغاړی یار محمد ذکیر خان لومړی وکړ،  دوېیم ګول د لوبې په ۲۹ مه دقیقه کې د روف قاري له خوا ووهل شو او درېیم او وروستی ګول د رحمت الله خیرخواه له خوا د لوبې په ۷۴ مه دقیقه کې ووهل شو.

له دې سره د میوند اتلانو لوبغاړي ملا ماته شوه او تر ډېر هڅو یې بیا هم ونه شو کړای یو ګول هم ووهي.

د یادونې وړ ده چې د غوره سیالیو په لړ کې د پنجشنبې په ورځ هم د شاهین اسمایي او د اباسین څپي ترمنځ لوبه ترسره شوه، چې د ۱-۰ ګول په توپیر د شاهین اسمایي په ګټه پای ته ورسېده.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.