Share/Save/Bookmark

کد مطلب :62984
تاریخ انتشار : شنبه 21 تله 1397 ساعت : 13:49:01

د قدس د انتفاضې په جمعه ۶ فلسطینیان شهیدان او ۱۹۰ زخمي شول

د (قدس انتفاضې) په شعار سره د ستنیدو د حق د مظاهرو په نهویشتمه جمعه ۶ فلسطینیان شهیدان او له ۱۹۰ زیات نور زخمي شول.

المیادین ټي وي چینل په غزې تړانګه کښې د فلسطین د روغتیا وزارت له قوله یو رپورټ کښې وویل: صهیونیسټو پوځیانو د غزې په سرحد کښې په خلکو او طبي ډلو باندې ډزې کړې دي.

د فلسطین روغتیا وزارت همداشان په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې د شهیدانو د شمیر د زیاتیدو احتمال هم شته دی.

په پروني لاریون کښې د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل عنیه او د دغه غورځنګ څو نورو قومندانانو هم ګډون کړی و.

د ستنیدو د حق د لاریون ترسره کونکي لوړرتبه پلاوي په یوه خبرپاڼه کښې ټینګار وکړ چې دا لاریونونه به د غزې د محاصرې د لغوه کیدو په شان د ټولو نظروړ اهدافو تر پوره کیدو پورې دوام ولري.

د ستنیدو د حق په ستر لاریون کښې چې له مارچ میاشتې پيل شوی، له ۲۰۰ زیات فلسطینیان شهیدان او لږترلږه ۲۱ زره نور زخمي شوي دي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.